د لاس رسي وړ اتصالات

عطا محمد نور وايي ژر به د خپلې استعفی پریکړه وکړي


د بلخ والي له خپلې دندې څخه د استعفی یو شرط له ولسمشر غني سره د شوې موافقې عملي کول وبلل.
د بلخ والي له خپلې دندې څخه د استعفی یو شرط له ولسمشر غني سره د شوې موافقې عملي کول وبلل.

د بلخ والي عطا محمد نور، نن په مزارشریف ښار کې د نوي کال د لمانځلو او د سخي د جنډې پورته کولو په مراسمو کې وویل، د لویو کارونو په ځانګړې توګه راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره به ژر له خپلې دندې څخه د استعفی پریکړه وکړي.

ښاغلی نور چې تازه یو وارې بیا د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی، له افغان ولسمشر څخه مننه وکړه، چې پر هغه یې اعتماد وکړ او بیا یې د بلخ د والي په توګه وګماره.

خو ښاغلي نور وویل، ځکه یې له دندې څخه د استعفی په اړه سلامشورې پيل کړي، چې غواړي د لویو سیاسي سیالیو ډګر ته کوز شي او ستر کارونه وکړي.

هغه په وویل "هغو لویو کارونو ته د رسیدګۍ لپاره چې په مخ کې یې لرم، په ځانګړې توګه په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره او د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته د وتلو لپاره او هغه ژمنې مې چې له خپلو خلکو سره د هغوی د حق د ترلاسه کولو لپاره کړي او د ولایت په رهبرۍ کې د نورو پیاوړو کدرونو شریکولو لپاره به په نږدې ورځو کې او ډیر ژر د خپلې استعفی په اړه تصمیم ونیسم."

عطا محمد نور د بلخ د والي ترڅنګ د اسلامي جمعیت ګوند اجرائيوي رئيس هم دی او په دې وروستیو کې یې د دغه ګوند په استازیتوب د افغانستان له ولسمشر سره په ارګ کې مذاکرات ترسره کړل.

د بلخ والي له خپلې دندې څخه د استعفی یو شرط له ولسمشر غني سره د شوې موافقې عملي کول وبلل او ويې ویل "موږ د هغو مذاکراتو د بشپړ تطبیق تمه لرو، چې له جلالت‌مآب ولسمشر سره ترسره شوي او ژمنه يې کړې ده. دغه راز له اسلامي جمعیت سره د موافقې د تطبیق غوښتونکي یو چې خاکه یې ترتیب شوې ده."

لا تر اوسه د افغان ولسمشر او د بلخ د والي تر منځ د شوې موافقې جزئيات او دا چې ارګ له اسلامي جمعیت ګوند سره څه ژمنې کړې دي، روښانه شوي نه دي.

ارګ لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو له دې مخکې ښاغلي نور خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي ؤ، چې په دغې موافقې کې یې اسلامي جمعیت ګوند ته د ۳۰ سفارتونو، ۳۰ معاونیتونو، یو شمیر خپلواکې ادارې او سیمه ایز ارګانونه، تر ۱۵ ولایتونه او د افغان دولت د ټولو کونسلګریو د نیم په نیمه سپارلو، غوښتنه کړې ده.

د نوي کال د مبارکۍ پیغامونه

نن په افغانستان کې د ۱۳۹۶ کال د رابره کیدلو او د نوروز جشن د لمانځلو په مناسبت په کابل او ولایتونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو.

د نوي کال د لمانځلو ترټولو لویه غونډه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت کې جوړه شوې وه.

د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت کې د سخي د جهنډې د پورته کولو مراسم د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش له خوا ترسره شول.

غونډې ته د بلخ والي عطا محمد نور په خپله وینا کې د نوي کال د رابره کیدلو له امله په زیارت کې راټول شویو خلکو ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د مبارکۍ مراتب هم وړاندې کړل.

په همدې حال کې د ارګ او اجرائيه ریاست په جلا جلا اعلامیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د افغانستان خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن هم د نوي کال د رابره کیدلو په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې ده.

XS
SM
MD
LG