د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په بالټيمور کې بېړنی حالت او ګرځبندیز اعلان شو


په امریکا کې د ملي ګارد ځواکونه د مرېلنډ ایالت ته لېږدول شوي چې عامه نظم ټېنګ کړي.

دغلته د دوشنبې په ورځ د یو ۲۵ کلن تورپوستي ځوان له جنازې ورسته مظاهرې له کنتروله ووتلې، فریډي ګرې د همدغې میاشتې په سر کې د پولیسو په توقیف کې د زخمونو له لاسه مړ شو.

سلگونه ځوانان د مرېلنډ د ښار بالتیمور په لارو کوڅو کې ډله ډله کېدل، ګاډو ته یې اورونه واچول، دوکانونه یې چور کړل او د خلکو ملکیتونو ته یې زیان ورسوه. او پولیس یې هم په ډبرو، خښتو، شیشه یې بوتلونو او هر شی چې په لاس ورتلل، وویشتل.

په بالتیمور کې د ۱۲د اپریل راهیسي هره ورځ وړې او غټې مظاهرې کیدلې، خو د دوشنبې په ورځ دفعتاً اورونه بل شول. مظاهره کوونکې پولیس په دې تورنوي چې د لږکیو سره ناوړه او توپیري چلن کوي.

په همدې حال کې ښاروالې سټیفنې رالینګ بلګ دغه مظاهرې د مرېلېنډ په تاریخ کې " یوه توره ورځ " یاده کړه او ټوله اونۍ یې د شپې بندیز اعلان کړ.

ښاروالې سیفینث راړلیند بلیک وايي " په ټول ښار کې د شپې په ګرځېدو راګرځېدو بندیز اعلانوم. د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې بندیز به یوه اونۍ وي او که یې اړتیا شوه نور به هم وغزول شي. "

د مرېلنډ والي لاري هوګن په ټول ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ او نن سه شنبه په ټول ښار کې عمومي ښوونځي تړلي دي.

ښاغلي هوګن وویل" نن ماسختن تشدد او چور چپاول د مرېلنډ د خلکو مال ته ډیر زیان اړولی دی او د دوی خونديتوب یې له خطر سره مخ کړ. زه د بالتیمور د ښار په غوښتنه، د اضطراري حالت اعلانوم.

فریډي ګرې ولې مړ شو

فریډي ګرې د پولیسو په ګاډي کې ماموریت ته په لاره د زخمونو له لاسه مړ شو، پولیسو پر ده شک کړی و او د نورو تحقیقاتو لپاره یې ماموریت ته روان کړی و.

پولیسو د اپریل په دولسمه نېټه گرې نیولی و او د ملا د تېر یې سخت ژوبل شوی و، چارواکې وایي د زخمونو دلیل یې دا و چې د پولیسو په موټر کې د انتقال پر مهال سم ولچک شوی نه وو.

شپږ پولیس په اجباري ډول له دندو شړل شوي او د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت هم خپل تحقیقات پیل کړي دي.

په همدې حال کې د ښار د پولیسو قوماندان ایریک کوالزیسک وایي په مظاهرو کې په نښتو کې پنځلس پولیس ژوبل شوي دي.

د وژل شوي ځوان، گرې کورنۍ له مظاهره کوونکو وغوښتل چې مظاهرې بس کړي د کورنۍ مدافع وکیل ویلیم مارفي بیا د جنازې تر مراسمو وروسته په خبرو کې له پولیسو وغوښتل چې د گرې د مړینې ټول بهیر خپور کړي.

XS
SM
MD
LG