د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان د سارک کلتوري پلازمینه شو


د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر د بامیان د تاریخي اثارو او لرغونو میراثونو د ناوړه حالت په هکله اندیښنه څرگنده کړه.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر د بامیان د تاریخي اثارو او لرغونو میراثونو د ناوړه حالت په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

په دې نړیوال جشن کې د جمهوري ریاست مرستیال سرور دانش، د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر عبدالباري جهاني، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد محقق، د مشرانو جرگې مرستیال او د سریلانکا، بنلگه دیش، هند، پاکستان، بوتان او د سارک د سازمان نورو غړو هیوادونو استازو گډون کړی و.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش د سارک سازمان د کلتوري مرکز په توگه د بامیان د اعلانولو جشن په څو تیرو کلونو کې د افغانستان مهمه فرهنگي پیښه وگڼله.

ښاغلي دانش وویل " د سارک سازمان بامیان ته د دې لقب په ورکولو سره نه یواځې ددې ولایت د فرهنگ بلکې د افغانستان فرهنگ او تاریخ ته درناوی کړی دی."

ښاغلي دانش د سارک سازمان د لومړني فرهنگي او کلتوري مرکز په توگه د بامیان ټاکل په دې ولایت کې د گرځندوی د چارو لپاره به ښه فرصت رامنځ ته کړي.

بامیان د افغانستان د مرکزي ولایتونو څخه دی چې د بودا دوه ویجاړې شوې مجسمې او په لسگونو نور با ارزښته تاریخي اثار او طبیعي منظرې په کې موجودې دي چې د نړیوالو پام یې ځانته را اړولی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر عبدالباری جهانی د هیلې په څرگندولو سره وویل چې د سارک د فرهنگي پلازمینې په توگه د بامیان انتخاب به د آسیا د جنوب هیوادونو ترمنځ هم آهنگۍ ته زیاته زمینه برابره کړي.

ښاغلي جهاني همداشان د بامیان د تاریخي اثارو او لرغونو میراثونو د ناوړه حالت په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

هغه د سارک د غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې ددغو نړیوالو فرهنگي نیراثونو په ساتنه کې د افغاسنتان د دولت سره همکاري وکړي.

په دې مراسمو کې د بامیان ولایت د فولادي درې ساحه هم د چاپیریال ساتنې د ادارې د رئیس مصطفی ظاهر له خوا د افغانستان د لومړنۍ ساتل شوې سیمې په توگه ونومول شوه.

د بامیان ولایت اوسیدونکي هیله من دي چې د سارک د سازمان د فرهنگي پلازمینې په توگه ددې ولایت نومونه به د نړیوالو په ځانگړې توگه د جنوبي د هیوادونو زیاته پاملرنه دې ولایت ته راواړي.

ټاکل شوې چې سبا ته د هیواد په لومړني ملي پارک بند امیر کې په دې هکله یوه بله غونډه وشي.

XS
SM
MD
LG