د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیانو امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل شو


د بامیانو امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل شو
د بامیانو امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل شو

ناټو د افغانستان د مرکزي ولایت، بامیانو، امنیتي چارې افغان امنیتي قواوو ته وسپارلی دی.

بامیان په هغو اوو سیمو کې راځي چې د امنیت مسولیت یې له نړیوالو قواوو نه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

د بامیانو په ولایت کې په ۲۰۰۱ کال کې د قدرت نه د طالبانو د غورځولو راهیسې، دومره ډیرې جنګ جګړې نه دي شوي.

ناټو به ورو، ورو امنیتي چارې د افغانستان پوځ او پولیسو ته سپاري او تر ٢٠١۴ کال پورې به دا انتقالي چارې بشپړیږي او په دې ترتیب اکثره خارجي عسکروته لاره خلاصیږي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د افغانستان جمهورریس حامد کرزي د ډیر وخت راهیسې غوښتل چې امنیتي چارې دې افغان قواوو ته وسپارل شي.

تیره میاشت، دامریکا جمهور رییس بارک اوباما، اعلان وکړ چې د یو لک امریکایي عسکرو، ۳۳ زره عسکر به په راتلونکو ١۴ میاشتو کې د افغانستان نه ووځي.

همدغه راز جرمنی هم ویلي دي چې ددې کال تر پایه پورې په خپلو ۵ زرو وسلوالو قواوو کې کمی راولی.

د فرانسی جمهورریس نیکولاس سرکوزې وایي فرانسه به هم د امریکا غوندی تقریبا عین شمیر عسکر په عین وخت کې د افغانستان نه وباسي.

د فرانسې څلور زره عسکر په افغانستان کې دي.

برتانیې ویلي دي، د ٢٠١٢ کال تر اخره پورې به د افغانستان نه خپل پنځه سوه عسکر وباسي او د عسکرو شمیر ۹ زرو ته را ټیټوي.

د ننګرهار ښوونځي کې درنه جګړه

چارواکي وایي، افغان او خارجي عسکرو په دغه ښوونځي کې لږ تر لږه لس یاغیان وژلي دي.

مقامات وایي، د ایتلاف قواوو پر هغو طالب جګړه مارانو باندې د ځمکې او هوا نه حملې وکړې چې د ننګرهار ولایت په یوه ښوونځي کې پټ شوي وو.

مقامات وایی ، د حملو په وخت کی په ښوونځي کې زده کوونکي نه وو.

XS
SM
MD
LG