د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو کړکیچ؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي یونان ته رسیدلی


بان کي مون د کډوالو په تړاو د یونان له نیک چلند څخه ستاینه کړې ده
بان کي مون د کډوالو په تړاو د یونان له نیک چلند څخه ستاینه کړې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون اروپا ته د خپل سفر په لړ کې یونان ته رسیدلی او په پام کې ده چې په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو له ستر کمپ څخه لیدنه وکړي.

د لیسبوس ټاپو د مهاجرت د کرکیچ له لومړنیو کرښو څخه شمیرل کیږي. پردې لارې زرګونو کسانو اروپايي هېوادونو ته د رسیدو په هیله مزل کړی دی. خو اوس دغه ټاپو د پناه غوښتونکو په یوه لوی میشت ځای بدل شوی دی.

په لیسبوس ګډوال کې د مون سفر ته شیبې شماري څو ېې اروپا ته د رسیدو په لار کې له ګاللو کړاوونو خبر کړي.

بان کي مون چې یو شمیر اروپاېې هیوادونو ته په سفر وتلی، له یونان څخه يې خپلې لیدنې موخه د کډوالو د وضعیت ارزول بللي دي.

ښاغلي مون له یونانې مقاماتو سره په کتنه کې د کډوالو په تړاو ددغه هېواد له نیک چلند څخه ستاینه کړې او ويلي ېې دي چې د آتن له سخاوت او پیوستون څخه منندوی دی.

هغه وویل: " زه د لیسبوس له ټاپو څخه لیدنه کوم او له نږدې به ووینم چې هلته څه تیریږي او موږ د ملګرو ملتونو په توګه له یونان سره په ګډه څه کولی شو."

ها خوا د یونان جمهور رئیس پروکوپیس پاولوپولوس د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر تطبیق ټینګار کړی دی.

پاولوپولوس وايې: " ددغه تفاهم لیک له تطبیق څخه باید ملاتړ وشي او ټولې خواووې باید خپل مسولیتونه سرته ورسوي. اروپايي ټولنه او یونان خپله برخه سرته رسوي. ترکیه باید خپل مکلفیتونه سرته ورسوي او خپلې ژمنې پوره کړي."

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د هوکړې پر اساس، اروپا ته تازه رسیدلي پناه غوښتونکي بیرته ترکیې ستانه کیږي.

اېټاليا د مهاجرت په څپو کې

که څه هم چې اېټالیا څخه لیدنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سفر په اجنډا کې نشته خو دغه هېواد لکه یونان د مهاجرت له کرکیج څخه سخت زیانمن شوی دی.

یواځې په یوه میاشت کې ۱۹ زره کډوال له شمالي افریقا څخه اېټالیا ته رسیدلي دي.

دغه مهاجر چې د تیرې میاشتې په پرتله ېې شمیر تر دوو برابرو زیات شوی، د لېبیا د اوبو له لارې ځانونه د ایټالیا سرحداتو ته رسولي دي.

په یوه میاشت کې تر ۲۱ زرو ډیر کسان له مرکزي مدیترانې څخه د تیریدو پر مهال مړه شوي دي
په یوه میاشت کې تر ۲۱ زرو ډیر کسان له مرکزي مدیترانې څخه د تیریدو پر مهال مړه شوي دي

لېبیا کې پر پناه غوښتونکو څه تیریږي؟

د بخښنې نړیوال سازمان د لېبیا ساحلي ګارد تورنوي چې له ګډوالو سره زور زیاتی کوي.

دغې ادارې له سلګونو هغو کډوالو سره مرکې کړي دي چې اروپا ته د راتلو پرمهال د لیبیایي ځواکونو له ډاروونکي چلند څخه ځوریدلي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان یوې چارواکې، میرمن ګوري ون ګولیک پدې اړه د خپلې اندېښنې په څرګندلو سره وویل: "موږ د لېبیا د ساحلي ګارد لخوا د خلکو د ژغورنې پر مهال د ډزو، په اوبو کې د کسانو د پرېښودلو او وهلو ټکولو قضيې ثبتې کړې دي. تردې مهمه دا چې هغه زړه بوږنونکې قضیې مو اوریدلي چې خلک په توقیف ځایونو کې شکنجه شوي او ورسره بد چلند شوی دی."

تر ۲۱ زرو ډیرو کسانو یواځي سږ کال له مرکزي مدیترانې څخه د تیریدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روانې میاشتې په سر کې اروپايي ټولنې خپل هغه پلان مطرح کړ چې له مخې یې د لیبیا په ګډون د کډوالو کړکیچ څخه زیانمنیدونکو یو شمیر هېوادونو سره همکارۍ پیاوړې کوي.

خو لدې سره سره د بخښنې نړیوال سازمان اورپايي ټولنه په دوه مخي چلند تورنوي.

میرمن ګولیک واېې: "مهمه داده چې اروپايي ټولنه هغسې چې له ترکيې سره تعامل کوي له لیبا سره ېې نه کوي، او داسې ګڼې چې ګواکې لیبیا په یو ډول اروپا ته پر لار د تلونکو کډوالو مخه نیولی شي."

د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې تر ۷ زرو زیات بې سرپرسته ماشومان له شمالي افریقا څخه اېټالیا ته رسیدلي چې یو زیات شمیر ېې د ناوړې استفادې له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښيې چې لږترلږه ۲۳۵ زره کډوال اوسمهال په لېبا کې اروپا ته د رسیدو په تمه انتظار باسې. پدې ډلې کې زرګونه هغه ماشومان هم شامل دي چې له کوم سرپرست پرته په یواځې ځان اروپا ته د سفر تکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG