د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې پر کلدارو بندیز هره ورځ یو ملیون افغانۍ ګټه لري


له تیرې یوې اونۍ راهیسې د کندهار په مارکیټونو کي په کلدارو راکړه ورکړه بنده شوې .دغه چاره لمړی له سپین بولدک تجارتي ښارګوټي څخه را پيل شوه چي مخکې به د ټکسي له کرايې څخه نیولې بیا تر لویو تجارتي معاملاتو پوري ټوله راکړه ورکړه په کلدارو باندي تر سره کیده .

سره له دې چي د افغانیو په وړاندي د کلدارو د ارزښت د بايللو په وجه افغان پانګه والو ته مالي زیانونه رسیدلي ، خو تجاران وايي چي خپل شخصي تاوان له دې کبله زغمي چي افغانانۍ په مارکیټ کي په بشپړه توګه رایج شي .

د کندهار د سوداکرۍ خونو رئیس حاجي نصرالله زهیر امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي ولایتي اداره دي د کلدارو لپاره هره اونۍ نرخ وټاکي .

" زموږ وطن یو غریب وطن دی خلکو مو د کلونو ، کلونو راهیسې کلداري ساتلې ، په کور کي يې هم کلداري دي په دوکاند کي يې هم کلداري دي اوس مهمه داده چي څنګه دا خپل وطن وال له تاوان څخه و ژغورو ، نو د دې لپاره زما غوښتنه له دولت څخه داده چي په هره اونۍ کې دوی کلداري ته نرخ وټاکي چي تر بلي هفتې پدې نرخ چلیږي. "

د ښار دوکانداران وايي چي دوی مخکې خپل ټول کاروبار ته په کلدارو نرخ ټاکه خو او اوس په افغانیو د بيې په ټاکلو کې ستونزې لري .

دوی هم غوښتنه لري چي د دې ستونزي د حل لپاره دي د ښاروالۍ ، افغانستان بانک او اقتصاد ادارې پاملرنه زیاته کړي . یو دکاندار پدې هکله امریکا غږ آشنا رادیو ته داسې وویل "زموږ د دوکاندارۍ کار دی. جنس مو په کلدارو را نیولی اوس داد په افغانیو خرڅيږي. هر ساعت وټه کښته پورته کیږي حیران یو چي په څو يې خرڅ کړو ، ځیني خلګ د کلدارو او افغانیو هیڅ فرق نه کوي مخکي يې په پنځوس کلدارو ور کاوه اوس يې په پنځوس افغانیو ور کوي "

د سپين بولدک د تجارتي مرکز پانګه وال وايي چي په چمن کي د پاکستاني کلدارو د رانیولو په معامله کې هره ورځ پاکستانیو بانکونو تر اته سوه زره کلدارو پوري يوازي له دوی څخه ګټه تر لاسه کوله .

د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایتونو د اپراتیفي ریس جنرال عبدالرازق چي د پاکستانیو کلدارو په وړاندې د دې ګام د اخیستلو ابتکار يې کړی وايي چي په پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه یو جرم دی .

" موږ اولین دا تجربه په سپین بولدک ولسوالۍ کې عملي کړه. ښه نتیجه يې ور کړه ، بله مهمه خبره داده چي په هره میاشت کې به یو نیم لک ډالر تنها زموږ د بولدک پر پيسو په چمن کي د پاکستان بانک ټکس اخیستی او بل مو خلګ په یوه سرګردانۍ کې وو د بل ملک پيسه به يې چلوله او خپله يې بې قدره وه "

پاکستانۍ کلداره تر ډيره په هغه ولایتونو کې مروجه ده چي د ډیورنډ کرښي سره نږدې دي خو هغه ولایتونوه چي له ایران سره پوله لري بیا پکښې کارو بار په ایرانی تومان کیږي.

له تیرو څلورو کالو راهیسی د افغانستان بانک پرلپسې هڅه وکړه چي په مارکیټ کي افغانۍ په بشپړه توګه رایج خو عمومي باور دادی چي بانک نه هم د کلداري او نه هم د تومان مخه ونیول

خو د کندهار د نظامي مقاماتو په مټ را پيل شوي دې نوي هڅي دا ستونزمنه چاره ممکن کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG