د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو مشر د پاکستان سیلاب ځپلې سیمې وکتلې


د ملگرو ملتونو مشر د پاکستان سیلاب ځپلې سیمې وکتلې
د ملگرو ملتونو مشر د پاکستان سیلاب ځپلې سیمې وکتلې

د ملگرو ملتو سرمنشي بانکي مون د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته د رسیدلو وروسته وویل، د نړیوالې ټولنې نه غواړي چې د پاکستان د خلکو سره خپلې بشري مرستې گړندۍ کړي.

د ملگرو ملتو سرمن‍شي د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د جمهوررئیس اصف علي زرداري سره د یکشنبې په ورځ وکتل او بیا د هغو سیمو کتنې ته ولاړ چې سیلابونو سختې ځپلي دي.

د ملگرو ملتو سرمنشي وايي چې د پاکستان د سفر رپوټ به د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي چېرته چې د پاکستان د اړتیاو په برخه کې غونډه کوي. ملگري ملتونه وايي چې تر اوسه یې د غوښتل شوو پیسو یوازې پنځمه برخه پورې لاس ته راوړې ده.

د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا گیلاني وايي چې هغه سیلابونه چې د مونسوني بارانونو په واسطه رامنځ ته شول، شل ملیونه خلک اغیزمن کړي دي. د بشري مرستو کارکونکي وايي چې په پاکستان کې شپږ ملیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

د بشري مرستې کارکونکي وايي چې اوس هم په ملیونو خلک خوراک، د اوسیدلو ځای ، پاکو اوبو او دوا درملو ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتو مامورین ددې خبرې پخلی کړی دی چې د سوات په مرکز مینگوره کې د کولرا لمړنۍ پېښه لیدلې ده. داسې اټکل کیږي چې دې ورته پېښې هم شاید وي. د بشري مرستې کارکونکي د اسهال نورې پېښې هم تر نظر لاندې نیولي دي.

حکومت د شنبې په ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې ټول مراسم فسخه کړي دي. حکومت وايي چې په دغه هیواد کې په دې طبیعي پیښه کې تر اوسه پورې شپاړس سوه خلک وژل شويد ي.

امریکا تر اوسه پورې د پاکستان سره د ٧٦ ملیونو ډالرو مرسته کړیده . د امریکا هلی کوپټرونو نژدې څلور زره کسان ژغورلي دي او همدارنگه ١٧٠ ټنه مواد لیږدولي دي.

تقریباً د ملک نیمايي برخه د سیلاب په واسطه اغیزمنه شویده. په ډیرو برخو کې د کرنې محصولات او اتیا په سلو کې څاروي له منځه تللي دي. د بشري مرستو ادارې وايي چې ددغه طبیعت حادثې اغیزې به تر کلونو کلونو پورې په پاکستان کې احساس شي.

XS
SM
MD
LG