د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې عمومي انتخابات پای ته رسېدلي


په بنګله دیش کې عمومي انتخاباتو ورځ پای ته رسیدلې او د رای اچونې مرکزونه تړل شویدي. په دې ورځ ټول بنګله دیش کې د مامورینو په وینا قریب ۷ کسان په شخړو کې وژل شوي او د ١٢٠ نه زیات انتخاباتي مرکزونه سوزول شویدي.

د ډاکه ټریبون په نوم ورځپاڼه لیکي چې په شمالي برخه کې د انتخاباتو یو مامور په وهلو ډبولو وژل شویدی.

د دې انتخاباتو د امنیت دپاره په لسهاو زره عسکر موظف شوي وو خو بیا هم د مر
ګ ژوبلې مخنوي ونه شو.

د بنګله دیش د واکمن ګوند مخالفې ډلې بنګله دیش نیشنلست ګوند خپلو پلویانو ته ویلي دي چې رایو ورکول ته دې نه ځي ځکه چې د دوي په وینا واکمن ګوند کوښښ کوي چې د همدوي کاندیدان کامیاب شي.

د بنګله دیش د مخالف سیاسي ګوند مشره خالده ضیا وايي چې صدراعظمه حسینه شیخ دې استعفا وکړي او بیا دې چارې یو سرپرست دولت ته وسپاري ترڅو ازاد او شفاف انتخابات وشي. خو میرمن حسینه شیخ وايي چې داسې کول به په هېواد کې نوره هم نارامي راولي. د بنګله دیش په وروستیو ناکرارایو کې د ١٥٠ نه زیات کسان وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG