د لاس رسي وړ اتصالات

په بنلګله دیش کې پولیسو ۳ کسه وژلي ۱۰۰ یې ټپیان کړي


په بنلګله دیش کې پولیسو ۳ کسه وژلي ۱۰۰ یې ټپیان کړي

په بنلګله دیش کې پولیسو ۳ کسه وژلي ۱۰۰ یې ټپیان کړي

په بنگله دیش کې مامورین وایي ، پولیسو په مخالفو مظاهره چیانو باندي ډزې کړیدي ، لږ ترلږه درې کسه یی وژلي او د (١٠٠) نه یې زیات ټپیان کړیدي.

مقامات وایي دغه ډزې نن د چند پوراولکسمي پور په ښارگوټوکې شویدي. د بنگله دیش د ملی ګوند مبارزینو په دغوځایونو کې مظاهرې کولې چه د رای گیرۍ سیستم دي بیرته جاري شی چې سرپرست حکومتونه د ملي انتخاباتو څارنه وکړي.

دغه سیستم ، صدراعظمې شیخ حسینې لغوه کړ.

د بنگله دیش پولیسو، ددې ویرې چې د واکمن عوامي لیگ د ګوند اوبنگله دېش د ملي گوند ترمنځ نښتی ونه شي، د وخته د ډاکې په ښار کې مظاهرې چې نن کیدونکي وې بندې کړې.

XS
SM
MD
LG