د لاس رسي وړ اتصالات

اورپکو په بنګلدېش کې ۲۰ تنه ووژل


داعش د برید مسولیت اخیستی دی

داعش د برید مسولیت اخیستی دی

په بنګلدیش کې چارواکي وايي په ډاکه کې د اورپکو په یو برید کې لږ تر لږه ۲۰ ولسي خلک وژل شوي دي. بریدجنرال نعیم اشرف چوهدري وویل چې برید د شنبې په ورځ وختې په هغه رستورانت کې، چې بهرنیان ډېر ورځي، شوی دی.

خو نور چارواکي بیا وايي چې وژل شوي ټول بهرنیان دي او ايټالویان او جاپانیان په کې ډېر دي.

چارواکو مخکې ویلي وو چې د بنګلدېش کمانډو ځواکونو ۱۳ یرغمل شوي کسان ژغورلي او شپږ بریدګر یې وژلي دي، بریدکوونکو د بهرنیانو په ګډون ۳۵ تنه یرغمل کړي وو. په ژغورل شویو کسانو کې درې سریلنکایان او دوه جاپانیان شامل دي.

د بنګلدېش صدراعظمي شیخ حسیني دا برید په کلکه غندلی او ویلي دي چې کمانډو ځواکونو یې یو بریدګر ژوندی نیولی دی. چارواکي وايي شاید ځینې نور بریدګر تښتېدلي وي او لټون یې روان دی.

د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شاوخوا ۱۲ ساعته ډزې تبادلې شوې، پولیسو سیمې ته غزېدلې لارې تړلې وې، خبریالان او نور خلک یې نه ورپرېښودل.

د داعش ډلې د مخه د دغه برید مسولیت اخیستی دی، خو لا د بریدګرو هویت معلوم شوی نه دی.

د بنګلدېش چارواکي وايي په برید کې دوه پولیس افسران هم وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل دي. دا په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې د خپل ډول تر ټولو خطرناک ترهګریز برید بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG