د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کې یو لړ بمي چاودنې شوي دي



د بنګلدیش په مرکز ډاکې کې نن یو لړ بمي چاودنې شوي دي. په دغه ښار کې پولیسو د مظاهره چیانو سره نښتې هم کړي دي. په بنګلدیش کې نن د ورځې په اوږدو کې د حکومت مخالفه مشرانو عمومي کاربندیز هم اعلان کړی و. دوی وايي چې دغه کار یې د پولیسو د تهدیدونو په خلاف کړی دی.

عیني شاهدینو او مطبوعاتو رپورټ ورکړی دی چې نن سهار مهال په ډاکې کې بمې چاودنې شوي خو تراوسه لا دا واضح نه ده چې آیا په دغه چاودنو کې چاته تاوان رسیدلی دی او که نه.
XS
SM
MD
LG