د لاس رسي وړ اتصالات

بنګلدیش کې کښتۍ ډوبه شوې لسګونه تنه مړه دي


یو شمېر مسافرانو د کښتۍ د ډوبېدلو نه مخکې په لامبو وهلو خپل ځانونه وچې ته را ویستل خو یو گڼ شمیر نور یې ورک دي.

یو شمېر مسافرانو د کښتۍ د ډوبېدلو نه مخکې په لامبو وهلو خپل ځانونه وچې ته را ویستل خو یو گڼ شمیر نور یې ورک دي.

د بنگله دېش پولیس وايي یوه کښتۍ چې سل تنه مسافران په کې سپاره وو، په سیند کې ډوبه شوه، چې تر اوسه پورې تقرېبا ٢٣ مړي راایستل شوي دي.

دغه پېښه نن د بنگله دېش د پایتخت ډاکې نه ٩٠ کېلومتره لیرې ختیځ لورې ته شوه.

پولیسو وویل چې د نورو کسانو پسې لټون روان دی.

یو شمېر مسافرانو د کښتۍ د ډوبېدلو نه مخکې په لامبو وهلو خپل ځانونه وچې ته را ویستل خو یو گڼ شمیر نور یې ورک دي.

د پولیسو یوه مامور وویل دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغې کښتۍ د یوې بلې کښتۍ سره ټکر وکړ.

بنگله دېش ٢٠٠ سیندونه لري او د کښتیو پیښې په کې ډیرې کیږي.

XS
SM
MD
LG