د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دیش د فابریکې قربانیانو ته عوضونه ورکول کېږي


د نړۍ د پرچون خرڅلاو ځیني ډیر لوي سوداګر په ژینیو کې را غونډ شوي دي او په دې اړه خبري کوي چي په بنګله دیش کي د جامو جوړولو په دوو فابریکو کي د مرگانیو فاجعو قربانیانو ته عوضونه ورکړي.

دا غونډه په سویس زرلینډ کي د نړۍ وال کارگري سازمان له خوا جوړه شوې ده او ددې عوضونو پیسې به تقریبا ٧٠ ملیون ډالرو ته ورسیږي.

بنګله دیش دجامو صادرولو په برخه کي له چین نه وروسته په نړۍ کي دوهمه درجه لوی هیواد دی او ٣،٦ ملیون تنه په دغو صنایعو کي کار کوي، خو تیر کال یې په فابریکو کي دوې لویې پېښي وشوې. په یوه پېښه کي ١١سوه کسه هغه وخت مړه شول چي د اپریل په میاشت کي یوه اته پوړیزه ودانۍ ونړیده او د تیر نومبر په میاشت کي بیا یوې بلي فابریکې اور واخیست او ١١٢ کارگران په کي مړه شول.

په دې غونډه کي د برتانیې، کاناډا، جرمني او د څو نورو هیوادونو د کالو صادرونکي کمپنیو برخه اخیستې ده، مگر په امریکا کي دیره د نړۍ د پرچون خرڅلاو تر ټولو لوی کمپنۍ ـ وال مارټ نه دی ور حاضر شوی. برسیره په دې د ایټالیې او هسپانیې کمپنیو هم برخه نه ده په کي اخیستې.

وال مارټ غواړي د بنگله دیش د جامو جوړولو دغو فابریکو ته قرضې ورکړي چي د کار شرایط یې ښه شي.

کارپوهان وایي چي ددغو فابریکو د قربانیانو د هري کورنۍ په سر به تقریبا ٢٢ زره ډالره عوض ورکړه شي.
XS
SM
MD
LG