د لاس رسي وړ اتصالات

بنګلدیش کې مظاهرې روانې دي


بنګلدیش کې مظاهرې روانې دي
بنګلدیش کې مظاهرې روانې دي

پرون دویمه ورځ وه چې په بنگله دیش کې دحکومت ضد مظاهری روانی وي.

ځینو مظاهره چیانو موټرو ته اورونه واچول چې په اساسی قانون کې ئې په شویو پیشنهادونو باندی احتجاج کاوه .

دغه دوه ورځنی مظاهری په درست هیواد کې دیکشنبی په ورځ پیل شویدی چې دکانونه پکې تړل شوی وو او کاروبارپکی په ټپه ولاړ و او د ډاکې په ښارکې د موټرو تګ راتګ پکی نه کیده .

د حکومت مخالف نیشنالست ګوند او ددغه ګوند متحد جمعیت اسلامی ګوند ددغو شپږدیرش ساعته مظاهروانتظام کړی وو. دوی دهیواد په اساسی قانون کې په پیشنهاد شویو تعدیلونو باندی احتجاج کوی.

په دغه تعدیل کې غوښتل شویدی چې هغه ماده دی له اساسی قانونه وویستل شی چې وايي، ترڅوپوری چې انتخابات کیږی بی طرفه سرپرست حکومت ته دی قدرت وسپارل شی.

د حکومت مخالفان وایي، دا د عوامي لیګ پیشنهاد دی چې غواړي په قدرت کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG