د لاس رسي وړ اتصالات

د بنلګه دیش د جمات اسلامي ګوند مشر د جنګي جنایاتو په تور متهم شو


په بنګله دیش کې د یوه ستر اسلامي ګوند مشر او یو مرستیال یې نن د دوشنبې په ورځ د بشر پر ضد د جنګي جنایاتو په تورونه متهم شول. پر دوي باندي د ۱۹۷۱ کال د آزادۍ د جګړې پر مهال د جنګي جنایاتو تورونه لګول شوي دي.

د حکومت له خوا یو ځانګړی کمیسون دایر شوی چې د جمات اسلامي ګوند د مشر مطیع الرحمن نظامي پر ضد ۱۶ د بشري حقوقو د نقض او جنګي جنایاتو تورونه وڅیړي. د هغه د مرستیال عبدالقادر مولا پرضد هم د جنګي جنایاتو ورته څیړنې پیل شوي دي.

د نظامي پرضد به د جولای په لومړۍ نېټه محاکمه پیل شي او د هغه د مرستیال مولا پرضد به د جون پر شلمه محاکمه پیل شي. که چیري محکوم شي نو پر دواړو به د مرګ سزا راووځي.

بنګله دېش د هند په مرسته په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان څخه خپله آزادي واخیستله او په بنګله دېش کې چارواکي وايي چې پاکستاني سترتیرو د محلي همکارانو په مرسته درې میلیون خلګ ووژل ، د ۲ لکو نه زیاتو میرمنو باندي یې جنسي تیری وکړ او په میلیونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل.

په هغه وخت کې د جمات اسلامي ګوند په ډاګه د پاکستان څخه د نه بېلېدو کمپاین کاوه.

XS
SM
MD
LG