د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام د بنگله دیش د رسمي دین په توگه پاته شو


د بنگله دیش اکثریت وگړي مسلمانان دي.
د بنگله دیش اکثریت وگړي مسلمانان دي.

د بنگله دیش سترې محکمې د دوشنبې په ورځ ددې هیواد د رسمي دین په توگه د اسلام د حذبولو وړاندیز رد کړ. د بنگله دیش اکثریت اوسیدونکي مسلمانان دي.

یوې ١٥ کسیزې ډلې ٢٨ کاله مخکې د بنگله دیش سترې محکمې ته یو غوښتنلیک وړاندې کړی و چې اسلام باید ددې هیواد د رسمي دین په توگه ونه ټاکل شي.

محکمې ویلي چې دوی ځکه دغه غوښتنه رد کړې چې وړاندیز کوونکې ډله په ١٩٨٨ کال کې د بنگله دیش په حکومت کې د نه راجستر کیدو او نه ثبت کیدو په وجه هیڅ ډول مشروعیت نه درلود.

دولتي وکیلانو ویلي دي چې د محکمې له لورې ددغه درخواست رد کیدل په دې مفهوم دي چې اسلام د بنگله دیش د رسمي دین په توگه پاته کیږي.

وکیلانو همداشان ویلي دي چې د محکمې ددې تصمیم سره به د دیني اقلیتونو مساوي حقوق هاغسې چې د بنگله دیش په اساسي قانون کې ذکر شوي، متاثر نه شي.

لوړپوړي دولتي وکیل مراد رضا د بنگله دیش د سترې محکمې تصمیم وستایه.

په ١٩٨٨ کال کې اسلام د بنگله دیش د پوځي دیکتاتور حسین محمد ارشاد، له لورې ددې هیواد د رسمي دین په توگه اعلان شو. ارشاد په داسې حال کې دا اقدام وکړ چې عمدو سیاسي گوندونو د هغه د لېرې کولو لپاره مبارزه کوله.

د بنگله دیش صدراعظې شیخ حسینا په ۲۰۱۱ کال کې سکولاریزم د هیواد د سیاسي معیار په توگه معرفي کړ خو د هیواد د رسمي دین په توگه د اسلام څخه یې خپلې پلوۍ ته دوام ورکړ.

په بنگله دیش کې د جماعت اسلامي په گډون چې ددې هیواد ستره سیاسي اسلامي ډله ده، اسلامي گوندونو د هیواد د سترې محمې ددې پریکړې هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG