د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش ۱۰۰زره دیني عالمانو د ترهګرۍ ضد فتوا ورکړه


د بنګلدېش دیني عالمان وايي د ترهګرو فعالیتونه ځکه جهاد نه دی، چې هغوی د انسانیت پر ضد دي.
د بنګلدېش دیني عالمان وايي د ترهګرو فعالیتونه ځکه جهاد نه دی، چې هغوی د انسانیت پر ضد دي.

په بنګلدېش کې د دیني عالمانو یوې مخورې ټولنې په خپلې یوې تازه فتوا کې ټول تروریستي بریدونه غندلي، په غیر مسلمانانو او مذهب نه منونکو لیکوالو باندې یې حملې هم "حرامې" ګڼلې دي.

۱۰۰زره دیني عالمانو، حقوقپوهانو او نورو کارپوهانو دغه فتوا امضا کړې او د بنګله دېش د جماعت اسلامي ډلې مشر مولانا فریدالدین خپره کړې ده.

دغه فتوا ۶۲ مخونه دې او ورسره یو ځای ۳۰ جلده کتابونه هم خپاره کړل شوي چې په هر جلد کې یې ۳۳۰۰۰ امضاګانې شوي دي. مولانا مسعود وايي دا فتوا یې د دې لپاره ورکړې، چې ترهګر د اسلام په نامه بریدونه کوي او له مذهب نه ناوړه استفاده کوي.

ښاغلي مسعود امریکا غږ ته وویل " ترهګر ناوړه کارونه کوي او بیا یې جهاد بولي او وايي دا کار د شهادت لپاره کوي. خو اسلام د دا ډول تاوتریخوالي پر ضد دی، اسلام د سولې، مینې او زغم دین دی. خو هغوی دا دین د غیر متمدنو خلکو او ترهګرو دین معرفي کړی دی."

دغه فتوا ۶۲ مخه ده، خو ورسره ۳۰ جلده کتابونه هم چاپ شوي دي
دغه فتوا ۶۲ مخه ده، خو ورسره ۳۰ جلده کتابونه هم چاپ شوي دي

مولانا مسعود وايي د ترهګرو فعالیتونه ځکه جهاد نه دي، چې هغوی د انسانیت پر ضد کار کوي.

له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا په بنګله دېش کې نژدې لس مذهب نه مننونکي لیکوالان او فعالان د اسلام په نامه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي، پر دې سربېره په دې ورستیو کې په شعیه لږکیو، لبرال مسلمانانو او د نورو مذهبونو پر لارویانو هم بریدونه شوي دي.

تېرکال ۴۸ کسان په بنګله دېش کې ووژل شول او اسلامپالي په کې ګرم وبلل شول، د اسلامي دولت ډلې داعش د نیمايي دغو بریدونو مسولیت اخیستی دی. خو د بنګله دېش حکومت وايي چې په دغه هېواد کې القاعده او داعش نشته، بلکې دا کارونه سیمه ییزې ترهګرې ډلې کوي.

XS
SM
MD
LG