د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د کابل بانک مشتریان په شا وتمبول


افغان امنیتی قواوو نن د کابل بانک په یوه څانگه کی د خلکو گڼه گوڼه په شا وتمبوله چی په وارخطایی یی غوښتل د دی بانک نه خپل معاشونه ترلاسه کړی.

ملی پولیسو هڅه وکړه چی وضع په داسې حال کی تر کنټرول لاندی راولی چی په سل گونو خلکو غوښتل د کابل بانک د هغی یوازینۍ څانگی نه خپل معاشونه ترلاسه کړی چی په کابل کی خلاصه ده.

د بانک قهرجنو مشتریانو ویل چی هغوی باید خپلی پیسی د اختر د رارسیدو مخکی ترلاسه کړی.

د کابل بانک په اړه جنجال تیره اونۍ له هغه وروسته راپورته شو چی امریکایی مطبوعاتو داسی رپوټونه خپاره کړل چی د دی بانک ریس او اجراییوی مشر استعفی ورکولو ته مجبوره شوی ځکه چی د بانک سرمایه یی بی ځایه لگولی او تعمیرونه او جایدادونه یی پری اخیستی دی.

له هغه راهیسی هره ورځ خلک په دی بانک کی لیکه ولاړ وی چی خپلی پیسی تری وباسی او خپل بانکی حسابونه په دی بانک کی وتړی. که څه هم حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی چی دغه بانک مطمُن دی او سقوط به ونکړی.

کابل بانک په افغانستان کی تر ټولو غټ شخصی بانک دی او یو میلیار ډالره سرمایه پکی پرته ده او همدا شان د افغانستان د حکومت د عسکرو ، پولیسو او ښوونکو معاشونه د همدی بانک له طریقه اجراُ کیږی.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي تیره اونۍ خلکو ته ډاډا ورکړ چی حکومت به په دی بانک کی د هغوی د پیسو د هر غیران ضمانت وکړی.

XS
SM
MD
LG