د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بارک اوباما د خدای په امانۍ وینا کوي


ولسمشر اوباما به هڅه وکړي چې امریکایانو ته ووايي نظام ته ژمن او راتلونکې ته هیله مند واوسي
ولسمشر اوباما به هڅه وکړي چې امریکایانو ته ووايي نظام ته ژمن او راتلونکې ته هیله مند واوسي

ټاکل شوې چې ولسمشر بارک اوباما د خدای په امانۍ په وینا کې امریکایان وهڅوي چې په خپله اینده باور ولري.

ولسمشر بارک اوباما به امریکایانو ته ووايي چې په خپل راتلونکې باور ولري او په دې پسې ونه ګرځي چې نوی ولسمشر یې څوک دی.

ښاغلی اوباما به نن شپه د واشنگټن ډي سي په وخت نهه بجې په شیکاګو کې وینا وکړي او امریکایانو ته به ووايي په خپلې اته کلنې دورې کې یې څه کړي او ولې د ده دوره مهمه وه. ټیک اته کاله مخکې په همدغه ښار کې د متحدو ایالتونو د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه د ښاغلي اوباما بری اعلان شو.

سپینې ماڼۍ یوه ویډیو خپره کړې او ولسمشر اوباما په کې ویلي چې له خپلې اته کلنې دورې څخه یې دوه درسونه اخیستي: لومړی دا چې امریکایان ښه خلک دي او ښه والی په خټه کې نغښتی او دویم دا چې تغیر را روان دی.

هغه وايي "نظام هغو امریکایانو ته ځواب ویونکی دی چې په ګډه خپل هيواد پر سم لوري بیايي". د ښاغلي اوباما د دغې خبرې ښه ثبوت د ۲۰۱۶ کال د نومبر د اتمې نېټې انتخابات وو، چې امریکایانو د ولسمشر اوباما له سیاست نه مخ واړوه او دونالد ټرمپ یې د خپل هېواد راتلونکی ولسمشر انتخاب کړ.

خو، د ښاغلي اوباما په ګډون ډېرو ډیموکراتانو په وار وار د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په اړه اندېښنې ښودلي دي.

سپینه ماڼۍ وايي د ښاغلي اوباما نننۍ وینا به له نورو سره ډېر توپیر ولري، هغه به یوازې د خپلې دورې په اړه خبرې ون کړي بلکې تر سیاست وراخوا به هم څرگندونې وکړي او د ټرمپ د پلویانو په ګډون به د ټولو امریکایانو د زړه خبره وکړي.

کودي کینا تېره میاشت د ښاغلي اوباما دا وینا ولیکله او تر اوسه څلور وارې بیا کتل شوې او تغیرات په کې راغلي دي. ښاغلي اوباما د شنبې په ورځ په خپلې اونیزې وینا کې وویل چې په واشنګټن کې ځینې ستونزې ښايي په ډیموکراسۍ کې د امریکایانو رول او ونډه زیانمنه کړي.

نوموړي وویل جمهوري ریاست یې داسې مهال ختمیږي چې ځیني کارونه یې نیمګړي پاتې دي، خو وايي حکومت یې متحده ایالتونه د راتلونکو نسلونو لپاره ډېر غښتلي کړي دي.

په همدې حال کې د اسوشټډپرس اژانس د راپور له مخې په سلو کې ۵۷ امریکایان له ولسمشر اوباما څخه خوشحاله دي.

د راپور له مخې نیمايي امریکایان په دې باور دي چې ښاغلي اوباما، هیواد یو موټی کړ، دوه په درېیمه امریکایان بیا هغه تورنوي چې خپلې ژمنې یې پوره نکړې، مګر ډېر امریکایان په دې باور دي چې ولسمشر بارک اوباما تر وروستي حده هڅه وکړه چې خپلې ژمنې پوره کړي، خو ویې نکړای شول.

ټاکل شوې نوی ولسمشر د همدغې میاشت په ۲۰ نېټه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG