د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت په ملاتړ د ملکي نړیوالو رسنیو اصلاح


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو نشراتو د اصلاح لپارخ د کانگرس ارزونې پیل شوي دي
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو نشراتو د اصلاح لپارخ د کانگرس ارزونې پیل شوي دي

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې یوه لایحه وړاندې کړې چې د دې کمیټې د غړو په وینا به د حکومت په ملاتړ ملکي نړیوالې رسنۍ اصلاح شي تر څو په ښه توگه د روسیې په شان هیوادونو او د اسلامي دولت د ډلې په شان د ترهگرو ډلو د پرمختللو تبلیغاتو مخنیوی وشي.

د کانگرس د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکي غړي د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس ایډ رایس په خپلو خبرو سره غونډه پرانستله. هغه وویل چې د امریکا د نړیوالو نشراتو قانون اصلاح کولو ته اړیتا لري چې د هغه په وینا د هغو "جگړه ییزو معلوماتو" مخنیوی وشي چې د توطیعو تیوري خپروي او ملي امینت ته زیان رسوي.

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې لوړپوړی دموکرات غړی ایلیوت انجل وویل چې دا لایحه به د مختلفو نشراتي سازمانونو په یوځای کولو، د هغوی د اداري جوړښت په نوي کولو او د هغوی د رول په څرگندولو سره "اړین بدلون " رامنځ ته کړي.

دا وخت د امریکا د نشریاتو د مشرتابه اداره یا براډ کاسټنگ بورډ اف گورنرز (بي بي جي) یوه خپلواکه فدرالي اداره ده چې د امریکا غږ، د آزادې اروپا او آزادۍ راډیو، د منځني ختیځ د خپرونو د شبکې (الحرا تلویزیون او د ساوا رادیو) د آزادې اسیا راډیو او د کیوبا دپاره د نشراتو د مرکز (راډیو او ټیوي مارټي) څارنه او مشري کوي.

د دغو ټولو نشراتي شبکو مسولین د امریکا د نشریاتو د مشرتابه د ادارې لاندې کار کوي. د دې ادارې افتخاري غړي په هر دوو میاشتو کې سره راغونډیږي. خو ددې لپاره چې تصمیم نیونکې اداره موثره شي، دغه نوې لایحه د یو دایمي او رسمي مشر د ټاکلو غوښتنه کوي. په دې توگه بي بي جي به مشورتي رول غوره کړي.

په دې قانوني لایحه کې دا هم غوښتل شوي چې یو شمیر خبري شبکې باید "د آزادۍ د نشراتو" د گروپ په نوم په غیر فدرالي جوړښت کې سره یو ځای شي. په دې کې به د آزادې اروپا او آزادۍ راډیو، د آزادې اسیا راډیو او د منځني ختیځ دپاره فعالې خبري شبکې شاملې وي چې دوی به د له سانسور پرته خبرونو خپرولو ته دوام ورکړي چې د ښاغلي انجل په وینا به "که چیرې دغو ادارو ته اجازه ورکړل شي نو د آزادو رسنیو په توگه به کار وکړي.

د کانگرس د استازو د مجلس د کمیټې غړي وایي چې په ترکیب سره به پیسې سپما شي او د مختلفو شبکو ترمنځ به هم آهنگي بهتره شي.

د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې لوړپوړی دموکرات غړی انجل وایي دا اقدام د امریکا غږ رول هم څرگندوي. د دې پر ځای چې امریکا غږ د امریکا پالیسۍ ترویج کړي، نوی قانون دې ادارې ته لارښوونه کوي چې هغه وړاندې کړي. دا توپیر دفاعي رول له منځه وړي.

په همدې اونۍ کې د کانگرس په سیاسي ویبسایټ کې د ولسي دیپلوماسۍ د کونسل په نوم د یوې غیر دولتي موسسې غړي ډونالډ بیشپ په یوه نظریاتي لیکنه کې ویلي چې "د امریکا په دولتي مصرف فعالي ملکي رسنیو ژورنالیستان اندیښنه لري چې د امریکا د متحده ایالاتو د عامه دیپلوماسۍ سره په کار کولو ښایي د دوی رپوټونه بله بڼه غوره کړي. هغه وایي تر هغه چې د امریکا غږ منشور په قانون کې موجود وي، دغه اندیښنې بې ځایه دي.

د امریکا غږ په منشور کې نه یواځې راغلي دي چې د امریکا غږ "خبرونه باید موثق، ناپیلي او جامع" وي بلکې دا هم ذکر شوي چې د امریکا غږ به "د امریکا د نتحده ایالاتو پالیسۍ په څرگند او موثره توگه وړاندې کوي او همداشان به د دغو پالیسو په اړه بامسولیته بحثونو او نظریات هم خپروي."

دا لایحه به د کانگرس د استازو مجلس ته وړاندې شي او که منظور شوه نو بیا به د سنا مجلس ته ولیږل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د رسنیو د مشرتابه اداره ( بي بي جي) وايي چې دا وخت د دوي د مشرتابه لاندې په یو شپته ژبو خپرونې کیږي او د نړۍ په سلو هیوادونو کې ٢١٥ میلیونو خلکو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG