د لاس رسي وړ اتصالات

د بلجیم پولیس د بروکسل د بریدونو د عاملانو د نیولو لټه کوي


د بلجیم رسنیو لیکلي چې د پرونیو بریدونو دوه بم ایښوونکي سره وروڼه وو.
د بلجیم رسنیو لیکلي چې د پرونیو بریدونو دوه بم ایښوونکي سره وروڼه وو.

د بلجیم امنیتي مقامات د هغه شخص د نیولو په لټه کې دي چې گمان کیږي د بروکسل د پرونیو بریدونو د عاملانو له ډلې څخه به وي.

د بلجیم لوی څارنوال وویل چې ٢٧ کلن خالد البقراوي او ٣٠ کلن بهرام البقراوي تیره ورځ د بروکسل په ښار کې په هوایي ډگر او د ناتو مرکزي ودانۍ ته نژدې د میترو په ستیشن کې بمي برید ترسره کړي دي.

د بلجیم رسنیو لیکلي چې د دې هیواد پولیسو د چارشنبې په ورځ د بروکسل د پرونیو تروریستي بریدونو د تورونو کسانو له ډلې څخه یو تن نیولی دی. خو د ٢٥ کلن نجیم لشراوي د نیول کیدو خبر وروسته بیا رد شو. هغه د بروکسل د پرونیو بریدونو دمخه د پولیسو له تعقیب لاندې و.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ددې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې په کې د وروستیو رپوټونو له مخې ٣١ تنه وژل شوي او ٢٧١ تنه نور ټپیان شوي دي. دمخه مقدماتي رپوټونو د ٣۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی و.

د پرونیو بریدونو دوه بم ایښوونکي د ٢٧ کلن خالد البقراوي او ٣٠ کلن بهرام البقراوي د بلجیمي رسنیو په وینا دواړه وروڼه دي.

بلجیمي مقاماتو ویلي دي چې خالد البقراوي تیره ورځ د بروکسل په ښار کې د ناتو مرکزي ودانۍ ته نژدې د میترو په ستیشن کې بمي برید ترسره کړ چې په کې ٢٠ تنه ووژل شول. مقاماتو همداشانویلي دي چې په دغو بریدونو کې څو تنو لاس درلود.

د بلجیم د RTBF نشراتي شبکې راپور ورکړی چې خالد البقراوي په مستعار نوم په بروکسل کې یو اپارتمتن کرایه کړی و چې په دې ځای کې د د پاریس د بریدونو د طراح صلاح عبدالسلام وسله او د گوتو نښان ترلاسه شوی دی.

په دې ترڅ کې د بلجیم حکومت د بروکسل د وژونکې پیښې په خاطر درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او نن د چارشنبې په ورځ خلکو په بروکسل کې ددغو ترهگریزو بریدونو د قربانیانو په یادښت یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د بروکسل د بمي بریدونو د قربانیانو په یاد د گلانو د گیډیو ایښول
د بروکسل د بمي بریدونو د قربانیانو په یاد د گلانو د گیډیو ایښول

خلک د بروکسل ښار د "دی لا بوغس" په څلور لارې کې د پرونیو ترهگریزو بریدونو د قربانیانو په یاد د گولانو گیډۍ کښیښودې. لومړی یوه دقیقه چپ شول او بیا یې د پیوستون په مقصد نارې ووهلې.

د بلجیم د بریدونو په اړه په یو تازه غبرگون کې ناتو د یو پیغام په خپرولو سره دغه بریدونه په سختو الفاظو غندلي او د قربانیانو سره یې خواخوږي او همدردي څرگنده کړې ده.

ناتو، بروکسل د اروپا پایتخت او په دې وچه کې د آزادۍ او سولې سمبول وگاڼه او د ترهگرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یې ددې سازمان په هوډ ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG