د لاس رسي وړ اتصالات

بیلاروس د روسیې سره په ګډه د تاکتیکي اتومي وسلو معاینه کول پیل کړل


د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په بیلاروس کې چارواکو سه شنبه مې اوومه (غوایي ۱۸) ویلي چې د دې هیواد د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو په امر یې د تاکتیکو اتومي وسلو اعزامولو لپاره د پوځ د چمتوالي معاینات پیل کړیدي.

بیلاروس دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې د روسیې دفاع وزارت وویل د داسې نظامي تمریناتو پلان لري چې تاکتیکي اتومي وسلې به هم پکې شاملې وي.

پخپله بیلاروس اتومي وسلي نلري خو تیر کال یې پداسې حال چې په اوکراین کې جګړه مخ په شدیدو ده، موافقه وکړه چې پخپلې خاورې کې به د روسیې اتومي سرګلولې ځای پر ځای کړي.

د بیلاروس جمهور رئیس تیر کال د اپریل په میاشت کې ویلي و چې د همدې موافقې څخه وروسته د روسیې لسګونه اتومي وسلې بیلاروس ته واستول شوې.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم د تیرې جون په میاشت کې ویلي و چې په بیلاروس کې یې اتومي وسلې غربي هیوادونو ته د خبرداري په خاطر ځای پر ځای کړیدي.

د بیلاروس د دفاع وزیر ویکټور خرینین ویلي چې د جمهور رئیس د امر سره سم به د اتومي وسلو د معاینه کولو په بهیر کې ګڼ شمیر فعالیتونه وشي چې پلان جوړونه، چمتوالی او دا به معاینه چې د برید پر وخت د تاکتیکي اتومي وسلو څخه څه ډول کار اخیستل کیدی شي.

تاکتیکي اتومي وسلي د اتومي سرګلولو څخه په قوت کې کمې دي چې د لیرې واټن ویشتونکو بالاستیک توغندیو کې ځای پر ځای کیږي او د جګړې په ډګر کې په ځواکونو کارول کیږي.

دا وسلې کولی شي بسته ښارونه له منځه یوسي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په پای کې بیلاروس کې د اسکاندر توغندي ځای پر ځای کړل چې اتومي توان لري.

د بیلاروس د اعلان څخه وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین پولې ته څېرمه پرتو روسي سمندري ځواکونو او نورو پوځیانو ته د اټومي وسلو د تمرین امر وکړ.

مسکو ویلي چې فرانسې، بریتانیې او متحده ایالاتو لخوا ورته ګواښ پیښ دی او له همدې کبله یې ددې تمریناتو امر کړی.

پر اوکراین د یرغل راهیسې پوتین څو ځله د اټومي وسلو د کارولو یادونه کړې او د فبروري په میاشت کې یې ملت ته په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې د اټومي جګړې "ریښتیني" خطر شته.

لویدیځ چارواکي په اوکراین د روسیې د برید راهیسې د کرملین د اټومي وسلو د یادونو له امله په داسې حال کې په زیاتیدونکي ډول اندیښمن شوي چې پوتین په مکرر ډول د روسیې د اټومي وسلو د کارولو خبره کړې ده.

تېر کال روسیه له امریکا سره د اټومي وسلو د کمولو او هراړخیزو اټومي ازمایښتونو د مخنیوي له تړون څخه ووتله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG