د لاس رسي وړ اتصالات

په بلجیم کې د مشکوکو وسله والو د پيدا کولو هڅې روانې دي


Belgian soldiers patrol in the departure hall of Zaventem international airport near Brussels, Nov. 22, 2015, after security was tightened in Belgium following the fatal attacks in Paris.
Belgian soldiers patrol in the departure hall of Zaventem international airport near Brussels, Nov. 22, 2015, after security was tightened in Belgium following the fatal attacks in Paris.

د بلجیم امنیتي ځواکونه د څو مشکوکو کسانو پسې ګرځي چې د پاریس په بریدونو کې د لاس لرو شک ورباندې کیږي.

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دوی د پاریس د بریدونو په تړاو د مشکوک کس، چې صالح عبدالسلام نومیږي، د نیولو هځه کوي.

داسې ګمان کیږي چې عبدالسلام دې په پاریس کې د بریدونو سمدستې وروسته بلجیم ته اوښتی وي.

د بلجیم صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې څو کسان چې په وسلو او بمونو سمبال دي،» کیدای شي د بروکسل دننه او یا دباندې په یو یا تر یو نه ډیرو ځایونو کې «بریدونه وکړي.

چارواکو ویلي دي چې دوی "ډیر دقیق معلومات" لري چې کیدای شي چې عبدالسلام به په بروګسل کې ځانمرګي برید وکړي.

د تروریستي پيښو ګواښونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې "داسې معلومات نه لري چې دا تایید کړي،" چې د اسلامي دولت ډله دې د یکشنبې په ورځ، په فرانسې او امریکا کې بریدونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرپاڼه د هغه بیان په ځواب کې خپره کړې ده چې د انټرنیټي فعالینو د یوې ډلې لخوا خپور شوی دی. دغه ډله ځان ناپیژنل شوي یا انانمس په نامه یادوي.

مخکې هم، د انټرنیټي فعالانو دغه ډلې د بریدونو د ګواښونو په اړه ویلي وو. دغه ډلې په ايټالیا او لبنان کې د احتمالي تروریستي بریدونه خبر ورکړی و.

دغه ډلې نور تفصیلات نه دې ورکړي، خو ویلي يې دي چې په دې تړاو یې معلومات د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې او د بریتانیا استخباراتي ادارې (ایم ۱۵) ته استولي دي.

فوق العاده حالت

د بلجیم په مرکز بروکسل کې ډیر شمیر کاروبارونه او عامه ترانسپورټ د یکشنبې په ورځ بند وو.

په دغه ښار کې، په وسلو سمبال عسکر په لارو او کوڅو کې ګزمې کولې او چارواکو د مشکوکو تروریستانو د پیدا کولو هڅه کوله.

په بروګسل کې د یکشنبې په ورځ هم د تروریستي ګواښونو له امله فوق العاده اضطراري حالت و.

چارواکو ویلي دي چې داسې دلایل شته چې دوی باور لري چې کیدای شي چې د یکشنبې په ورځ تروریستان هڅه وکړي چې برید یا بریدونه وکړي.

د بروکسل د سخابیک د سیمې ښاروال برنارد کلیفیت پرون وویل: "دوه تروریستان په بروکسل کې شته چې کولای شي چې یو خطرناکه برید وکړي."

XS
SM
MD
LG