د لاس رسي وړ اتصالات

یونان، افغان مهاجرین په پوځي کمپ کې واچول


د یونان پولیسو نن سلهاو افغان پناه غوښتونکي د مقدونیا له پولې څخه په آتن کې پوځي کمپ ته انتقال کړل
د یونان پولیسو نن سلهاو افغان پناه غوښتونکي د مقدونیا له پولې څخه په آتن کې پوځي کمپ ته انتقال کړل

یوازی افغان مهاجرین، چې شمیر یې هم زرهاو ته رسي لدې پولې د تیریدو اجازه نلري.

دا پداسې حال کې ده چې د فنلند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کابل ته د سفر پر مهال افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د راستنولو پر تفاهم لیک خبرې وکړې او ویی ویل چې فنلند د افغان پناه غوښتونکود ایستلو پلان لري.

د یونان پولیسو سلهاو افغان پناه غوښتونکي د مقدونیا سره پر پولې باندې د کمپونو څخه نن په آتن کې یوه پوځي کمپ ته انتقال کړل.

ددې افغان مهاجرینو شمیر زرهاو ته رسي، مخکې لدې چې مقدؤنیا ددوې پر مخ خپلې پولې وتړي او هغه هیواد ته یی د افغان مهاجرینو د مخنیوي دپاره لا کل بندیزونه وضع کړي دوي د یونان سره پر پولې باندې په ایدومینی نومي کمپ کې پراته و.

دا مهاجرین د څو ورځو راهیسي د مقدونیا سره په سرحّدی پولې باندی ایسار ساتل شوي و او نن بلاخره چارواکو پریکړه وکړه چې دوي به د پلازمینی په لور جنوب پلو انتقال کړي.

دا پداسې حال کې وه چې پدوي کې ځینو مهاجرینو هڅه وکړه چې که په رضا نه کیږي نو په زور د اغزي لرونکو دیوالونو او خنډونو له پاسه تیر او خپل سفر ته دوام ورکړي.

ځینو مهاجرینو هڅه وکړه چې د اغزي لرونکو خنډونو له پاسه تیر شي
ځینو مهاجرینو هڅه وکړه چې د اغزي لرونکو خنډونو له پاسه تیر شي

چارواکي وایي دوي د عراق او سوریې نه پرته نورو مهاجرینو ته لدې لارې د تگ اجازه نه ورکوي.

پدوي کې د مسعود په نوم یوه مهاجرخپله اندېښنه داسې څرگنده کړه، «اوس به څه کوو؟ اول دوي د ترکیې پوله وتړله، بیا یې د ایران او یونان ته هم خلک نشی ورتلای.»

افغان مهاجرین په خورا یخ ژمي کې د گواښمن سفر نوی کړاو گالي. دوی چې د خپلو کورونو څخه زرهاو میله لري خطرناکه او ستونزمنه لاره طی کړې ده اوس د ناکافی منابعو سره خپل سفر او په ترڅ کې یې اوس د ژوندی پاتې کیدو هڅې کوي.

د مهاجرینو د ناورین په بهیر کې چې اوس یې د هیوادونو په نظر کې نیولو سره په وړاندې بیل چلند کیږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو سره د مرکی په ترڅ کې وویل چې له ولسمشر او اجراییه رییس سره د افغان کډوال د ستونزو په اړه غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه، «د یونان په پولو کې باید له افغان کډوالو سره د نورو هیوادونو د کډوالو په مقایسه تبعیض ونه شي. افغان حکومت هڅه کوي چې په یونان کې د افغان کډوالو د اوسني وضیعت په اړه پوره معلومات راټول کړي.»

د راپورونو له مخې په یو نان کې دا مهال شا وخوا پنځه زره افغان کډوال منتظر دي چې ورته مقدونیا ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

پرون یو شمیر په ایدومنی نومی سرحدی ښار کې راټول شول. افغان مهاجرینو د پولې څخه د تیریدو په انتظار ددې نوی پریکړې په وړاندې سوله اییزه مظاهره وکړه.

یو بل مهاجر خپله غوښتنه داسې بیان کړه، «مونږ خو ددوی نه بل څه نه غواړو. یوازی لدې لارې تیریدل غواړو. آتن ته په بیرته تگ هلته څه وکړو؟ پیسې راسره نشته څه به خورو؟ چیرې به ځو؟ افغانستان ته هم بیرته تللی نشو. که بیرته لاړ شو نو وبه وژل شو.»

دوي د افغانستان بیرغونه او داسې لوحې له ځانه سره درلودې چې ویل یی، مونږ ډوډۍ نه غواړو خو مونږ ته دې لدې لارې د تیریدو اجازه راکړ شی!» دوي نارې وهلې چې که غوښتنه یی ونه منل شي، نو د ډوډۍ او څښاک په اعتصآب به لاس پورې کړي.

یو بل افغان مهاجر، شفیع الله قادري د چاروکو دا ناڅاپي اقدام وغانده.

هغه وویل، «که چارواکو دا پریکړه کوله نو ولې یې څو اونۍ وړاندی اعلان ونه کړ چې داسې یو ناڅاپي یې زمونږ لاره بنده کړه، ځکه مونږ اوږده لاره وهلې. په اورگاډو کې په پښو مو مزل کړی او ځانونه مو چې دلته ورسول نو اوس یې دلته ایسار کړي یو.»

بل پلو، اتریش د بالکان هیوادونو ته بلنه ورکړې چې سبا ته د چهار شنبې په ورځ په ویانا کې د مهاجرینو پر ناورین خبرو ته سره کیني. لدینه یوه ورځ وروسته د اروپایی هیوادونو د کورنیو چارو وزیران په همدې مسلې باندې خپله نوی غونډه پیلوي.

د مقدونیا او یونان تر منځ د پولې تړل کیدل د لا شدیدو اندېښنو بل پړاو دی چې د دوهمې نړیولې جگړې نه راهیسي یې ساری ندی لیدل شوی.

د نړی د جنگ ځپلو سیمو لکه عراق، سوریې، افغانستان او نورو هیوادونو څخه د یوه ملیون نه زیات مهاجرین او پناه غوښتونکي، د جگړې او بی وزلې نه په تیښتې او په سوله کې د ژوند په موخه، اروپا ته د رسیدو هڅې کوي.

یوازی افغان مهاجرین، چې شمیر یې هم زرهاو ته رسي لدې پولې د تیریدو اجازه نلري.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

XS
SM
MD
LG