د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم کې د افغانانو په گډون لسګونه مهاجر نیول شوي


د بلجیم پولیس د مهاجرو اسناد پلټني.
د بلجیم پولیس د مهاجرو اسناد پلټني.

په بلجیم کې چارواکو لسګونه پناه غوښتونکي نیولي دي چې غوښتل یې د فرانسې نه دغه هیواد ته واوړي.

د بلجیم په یوې ورځپاڼې کې لیکل شوي چې اتیا پناه غوښتونکي چې اکثره یې افغانان دي، پرون د چارشنبې په ورځ د (لا پانې) په ساحلي ښار کې نیول شویدي.

په رپوټ کې ویل شوي چې اکثره دغه پنا غوښتونکي د فرانسې د کاله د ښارګوټي نه بلجیم ته اوښتي و. په کاله کې دغه پنا غوښتونکي په یوه ځنګل کې ژوند کوي چې اوس یې د کمپ شکل غوره کړی.

داسې اټکل کیږي چې پدې کمپ کې به همدا اوس شاوخوا څلور زره مهاجر او پناه غوښتونکي دیره وي. دوي کوښښ کوي چې د همدغه ځای نه برتانیې ته په کښتیو او یا ټرکونو کې ولاړ شي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وایي دغه کسان پدې خاطر ونیول چې هغوي نه غواړي”په بلجیم کې د فرانسې په شان بل ځنګل جوړ شي. “

هغو پناه غوښتونکو چې غوښتل یې په بلجیم کې پناه واخلي، د دغه هیواد پایتخت برسلز ته استول شویدي چې په رسمي ډول خپل د پناه غوښتونکي کاغذونه اړوندو ادارو ته ورکړي.

بل پلو په فرانسې حکومت ویلي دي چې د کاله په نامه د مهاجرینو کمپ به ډیر ژر ړنګ کړي. حکومت دیته انتظار باسي چې یو سیمه ایزه محکمه پدې هکله څه ډول پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG