د لاس رسي وړ اتصالات

د برگدال پر سر د کانگرس او حکومت ترمنځ سیاسي جنجال

  • شایسته سعادت

دا تبادله په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ په یوې سیاسي جنجال بدله شوې.

دا تبادله په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ په یوې سیاسي جنجال بدله شوې.

د بو برگدال په بدل کې د گوانتنامو له زندان څخه د پنځو طالب مشرانو خوشې کولو ، په امریکا کې سیاستوال په دوه و برخو ویشلي دي.

مخالفین ویره څرگندوي چې دا کار به د نړۍ په گوټ گوټ کې یرغمل نیوونکي لا دې کار ته تشویق کړي او پلویان یي وایي امریکایي پوځيان باید په هرقېمت چی وي، راخلاص شي. خو ددې سرتیري په ټاټوبی کې ټول سره په یو نظر د هغه د بیرته ستنیدو هرکلی کوي.

د هې لي په نوم د ایداهو په جنوبی برخه کی کوچنی ښارگوټی هغه ځاې دی چې اکثره خلک ېې بو برگدال د یوه کوچني هلک په توگه اوس هم ېادوي.

کرن پارکر د هېلي اوسیدونکې وایی:«بو په هې لي کې لوي شوی هلک دی او زه فکر کوم چې ددې ښارگوټی اوسیدونکي تر وروستۍ شېبې او تر هغې پورې چې د قناعت وړ دلیل په لاس کی ونلري، د خپلو ملاتړ په ښه او بده کې په اتفاق سره کوي.»

اوسیدونکي د هغه د ژغورنی په بریالی ماموریت خورا خوشحاله ول خو هغوي ته د هیواد له گوټ گوټ څخه ډېر مایوسونکي رپوټونه ورسېدل. کیتي کلارک وایي« مونږ د کرکې او کینې نه ډک پیامونه تر لاسه کړل. زمونږ د ایدا هو ښار گوټی دخاېنانو د ښار په نامه ېادسو. ځکه چې مونږ د خپل ښار د یوه ځوان هلک ملاتړ کوو او خوشحاله یو چې د پنځو کلونو له بند څخه را خلاص شوی دی.»

د ملگرو پوځیانو لید لوری

برگدال په دوه زره نهم کی د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د پوځي دندې په وخت، لادرکه شو. ځینی ملگري سرتیري یی وايي دا د هغه خپله خوښه وه چې د پوځی اډې نه ووځي او خطر سره ځان مخامخ کړي.

جاشواه کارنیلسن وايي « زه یوازی غواړم خلک پدې پوه کړم چې هغه امریکایی اتل ندی. هغه په ویاړ، عزت او احترام سره خدمت ونه کړ. هغه د جبهې یو فراري دې او خپل ملگري یی یوازې پریښودل.»

د افغانانو غبرگون

د طالبانو په بدل کې د بو برگډال تبادلې حتی د افغانستان په ېوشمېر ټولنو کې هم چې د طالبانو د بریدونو له امله په ویره کې ژوند کوي، غصه را پارولې ده.

د ده ساقي د کلي څخه د عبدالکریم په نوم بزگر پرکلي باندې د طالبانو برید ښه په یاد لري. هغه وایي:«دوي زمونږ ماشومان او میرمنی د جلال آباد له لارې پاکستان ته یوړې او مونږ یی پخپله د پل چرخي په زندان کې بندیان کړو او زمونږ کورونه یی ټول وسوځول.»

سیاسي فوتبال

دا تبادله د امریکا په کانگرس کې هم د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د فوتبال په یوې سیاسي لوبې بدله شوې.

د استازو د مجلس رئیس, جان بېنر وایي د بو په آزادۍ خوشحال دی خو د تبادلې طریقه غندي. هغه وايي: «دلته تر ټولو لوي مشکل د متحده ایالاتو د هغو پالیسیو تر پښو لاندې کول دي چې دغه هیواد یی د کلونو کلونو راهیسي تعقیبوي او هغه دا چې مونږ د ترورستانو سره مذاکرات نه کوو.»

د حکومت ځواب

د امریکا ددفاع وزیر چک هېگل به نن د امریکا په کانگرس کی د یوې جرگه گۍ مخې ته په همدې اړه پوښتنو ته ځوابونه ووایي. هغه وايي:«زمونږ تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې د هغه پر ښېگڼې او روغتیا ځان ډاډه کړو او د کورنۍ سره یی یو ځای کړو.»

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG