د لاس رسي وړ اتصالات

د برلین د دیوال د نړیدو ٢٥ کلیزه


د رایشتاګ ودانۍ د جرمني پارلمان

د رایشتاګ ودانۍ د جرمني پارلمان

جرمني د برلین د دیوال د نړیدو او د هیواد د بیرته یووالي د ۲۵ کلیزې د لمانځلو لپاره د جمعې د ورځې راهیسې درې ورځني ځانګړي مراسم پیل کړي دي.

د سړې جګړې د یو مهم سمبول په توګه د برلین د دیوال نړیدل د جرمني د بیا یووالي په لور هغه تاریخي شیبه ده چې جرمنانو د ۴۵ کالو جدایی وروسته د هیواد د بشپړ یووالي په لور لومړني ګامونه پورته کړل.

د نومبر نهمه د یکشنبې ورځ هغه پیښه ده چې د کمونیزم د زوال او د اروپا په زړه کې د یو غښتلي هیواد په توګه د جرمني د راټوکیدلو د پیل یوه اساسي ګړۍ ګڼل کیږي.

د برلین د دیوال یوه څنډه

د برلین د دیوال یوه څنډه

تاریخي پس منظر

په ١٩۴٥ کال کې د نازي جرمني په ماتې او د دوهمې نړیوالې جگړې په پای ته رسیدو سره توده جگړه په سړې جگړې بدله شوه. د ۱۹۴۵ کال د فبرورۍ د میاشتې له څلورمې څخه تر یولسمې پورې د برتانیه صدراعظم وینستون چرچل، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس روزولت او د شوروي اتحاد مشر جوزوف ستالین چې پر نازي رژیم باندې یې بری ترلاسه کړی و، د کریمیا د جزیرې په یالتا کې سره راټول شول.

په پای کې د " یالتا " د موافقې له مخې جرمني د فاتحو متحدینو ترمنځ په څلورو برخو یا اشغال شویو زونونو وویشل شو. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په ختیځ برلین او ختیځ جرمني کې او امریکا، فرانسه، او برتانیه په لویدیځ برلین او لویدیځ جرمني کې ځای پر ځای شول.

د جرمني په ویشل کیدو سره، ختیځ برلین د جرمني د دموکراتیک جمهوریت پایتخت شو، خو لویدیځ جرمني د برلین پر ځای د بن کوچنی ښار د خپلې پلازمینې په توګه وټاکه.

د برلین د دیوال تر جوړیدو دمخه د ١٩٦٣ کال د جون په ٢٦ د امریکا ځوان دموکرات ولسمشر جان اف کیندی په برلین کې د لویدیځ جرمني د ملاتړ په مفصد د ۱۲۰ زرو حاضرینو په وړاندې په خپلو خبرو کې د امریکا پالیسۍ په په ډاګه کړه او په خبرو کې یې په جرمني ژبه وویل "Ich bin ein Berliner" (زه یو برلینی یم.).

په برلین کې د امریکا د پخواني ولسمشر جان اف کینیدی وینا

په برلین کې د امریکا د پخواني ولسمشر جان اف کینیدی وینا

دا د سړې جگړې اوج ؤ او د ښاغلي کیندی له دې وینا څخه څو ورځې وروسته د شوروي مشر نیکیتا خروسچوف په خپلو خبرو کې د امریکا د ولسمشر په غبرگون کې په خبرو کې په جرمني ژبه وویل "Lass' sie nach Berlin kommen" (پریږدی چې هغوی د برلین خواته راشي) او همداشان پوره دوه ویشت میاشتې وروسته ختیځ جرمني د شوروي اتحاد په ملاتړ په ظاهره د ولسمشر کنیدی د مشهورې وینا په غبرگون کې د برلین دیوال آباد کړ او هغه یې د “Antifascistischer Schutzwall” ( د فاشستانو ضد ژغورونکی دیوال) ونوماوه، هغه دیوال چې د زیات شمیر ختیځ جرمنانو د مرگ ژوبلی سبب شو چې غوښتل یې له ختیځ څخه لویدیځ ته واوړي.

د برلین د دیوال له جوړیدو وروسته د ختیځ جرمنانو ته لویدیځ برلین ته تګ ناممکن شو. د برلین د دیوال اوږدوالی ۴۳ عشاریه یو کیلومیتر و. ددې دیوال په اوږدو کې درې تاڼې یا د تالاشۍ مرکزونه جوړ شوي وو چې د الفا، براوو او چارلي په نامه یادیدل.

د چارلي په نامه مشهوره امنیتي پوسته

د چارلي په نامه مشهوره امنیتي پوسته

ددې جملې نه د چارلي سرحدي تاڼه خورا مشهوره وه چې د امریکایي عسکرو له خوا اداره کیده او د برلین دواړو خواو ته د تګ راتګ اصلي لار وه چې د برلین د ښار په زړه کې د "فریدریش شتراسه" په نامه کوڅه کې یې موقیعت درلود.

همداشان ختیځ سوسیالیست رژیم د برلین دیوال په اوږدو کې ۱۲ تاڼې لرلې چې په ټولو دغو تاڼو یا د تالاشۍ په مرکزونو کې د ختیځ جرمني عسکرو دیپلوماتان او نور چارواکي د تګ راتګ په وخت تالاشي کول.

د سړې جگړې د وخت دې وضیعت پوره ۴٥ کاله تر ١٩٩٠ پورې دوام وکړ او د برلین او د جرمني د جدایی کیسه د سینمایي فلمونو او د غربي سیاستوالو د شوروي ضد پالیسیو لپاره یوه ښه انگیزه شوه.

په داسې حال کې چې د ختیځ له لورې د برلین دیوال د ختیځ جرمني د سوسیالیست رژیم د استخباراتي ادارې د "شتازي" پولیسو له خوا څارل کیده،

د برلین د دیوال یوه څنډه

د برلین د دیوال یوه څنډه

لویدیځ اړخ ته د دنیا له گوټ گوټ څخه سیلانیان د دیوال لیدلو ته راتلل او په آزاده توگه یې د هغه ننداره کوله، او د برلین دیوال د انځورگرو د هنري وړتیاو د نندارې د یوې ښه تابلو بڼه غوره کړې وه.

د جرمني رسنیو په وینا د ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د ختیځ جرمني شاو خوا سل زره وګړو د دیوال او سرحدي پولو څخه د اوښتلو او لویدیځ ته د تللو هڅه کړې وه. د جرمني د دولتي منابعو د اسنادو له مخې د ١٩٦١ څخه تر ١٩٨٩ پورې د برلین د دیوال څخه د اوښتو په هڅه کې لږ تر لږه ١۳٦ کسان وژل شوي دي، ځنې رسمي منابع وایي چې په مجموعي توګه له ختیځ نه لویدیځ جرمني ته د اوښتو په سرحدي پیښو کې شاو خوا شپږ سوه تنه وژل شي دي.

د برلین د دیوال نړیدل

د ۱۹۸۹کال په دوبي کي د ختيځ سوسیالیست جرمني يو شمیر وګړو خپل هيواد ته شا کړه او په هنګري، پولند، چکوسلواکيه او ختيځ برلين کې يې د لوېديځ جرمني په سفارتونو کې پناه واخيسته.

لومړی دا شمیر کم و خو په لنډه موده کې د ختیځ جرمني د پناغوښتوونکو شمیر په سلگونو، زرگونو او سلهاو زرو بدل شو.

د پخواني شوروي اتحاد په کمزوري کیدو سره چې یو له لاملونو څخه یې په افغانستان کې د هغه ښکیلتیا او بیساری لگښت و او همدا شان د سوسیالیستي بلاک همکاري په کمیدو وه، نو دې وضیعت د پخواني شوروي اتحاد اوسپنیزه کړۍ په ویلي کیدو کړه او د شوروي ملاتړي هیوادونه ددې کړۍ څخه په وتلو شو.

د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر د مياشتي په نهمه د ختیځ جرمني په لايپڅيگ کې ستره مظاهره د جرمني د یووالي په لور هغه لومړی ګام و چې اويا زرو کسانو په جرأت سره په څرګنده د کمونیست رژیم پرضد آواز پورته کړ.

د ختیځ جرمني د لایپڅګ ښار مظاهرې

د ختیځ جرمني د لایپڅګ ښار مظاهرې

بلخوا په هنګري کې چې اصلاح غوښتونکي سوسيالستان واکمن وو او د هیواد اقتصاد یې خورا کمزوری شوی و، بوډاپست خپله تگلاره بدله کړه او د هنګري او اتريش تر منځ د پولې ساتنه سسته کړای شوه چې په نتیجه کې د ختیځ جرمني په زرگونو اوسیدونکي د خپلو ماشومانو او کورنيو سره د هنګري له لارې اتريش ته واوښتل.

دا لومړی ځل و چې د ختيځ بلاک او د لوېديځي اروپا ترمنځ کلکه ساتوونکې پوله سورۍ شوه او په دې توگه د برلين د دېوال د نړېدو څخه څو اونۍ مخکې د دريمگړو هيوادونو له لارې لوېديځ جرمني ته تيښته د دې سبب شوه چې د ختيځ او لوېديځ جرمني ترمنځ د ديوال بنسټ ولړزېږي.

د برلین دیوال ۱۹۸۹ کال

د برلین دیوال ۱۹۸۹ کال

د ١٩٨٩ کال د سپتمبر د میاشتې د ناڅاپي پیښو څخه څو اونۍ وروسته د نومبر په نهمه د برلین دیوال پرته له دې چې کوم ډز وشي ونړید او د جرمني ولس بیرته د خپل یووالي ننداره وکړه.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال فشار سره سره په دې تاریخي پیښه کې د شوروي اتحاد د هغه وخت د نوي اصلاح غوښتونکي مشر میخائیل گوربه چوف او د لویدیځ جرمني د صدراعظم هلموت کول مصلحت امیزه سیاست د جرمني په بیا یووالي کې ستر رول ولوباوه.

د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګوربه چوف او د جرمني پخوانی صدراعظم هلموت کول

د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګوربه چوف او د جرمني پخوانی صدراعظم هلموت کول

ښاغلی ګوربه چوف چې د برلین د دیوال د نړیدو ۲۵ کلیزې ته بلل شوی دی، د برندینبورګ په تاریخي دروازه کې یې په وینا کې وویل " تاریخ مونږ ته وایي کله چې روسیه او جرمني سره دوستان وي، په اروپا کې سوله او امن وي او کارونه په نړۍ کې هم ښه پر مخ ځي، نو دا مه هیروئ! "

د برلین د دیوال له نړیدو وروسته د ١٩٩٠ کال د اگست د میاشتې په ٣١ د لویدیځ جرمني د کورنیو چارو وزیر ولفگنگ شوایبل او د ختیځ جرمني د دولت وزیر گونتر کراوس د جرمني د بیا یووالي تړون لاس لیک کړ.

د جرمني د بیایووالي د تړون د لاسلیک مراسم

د جرمني د بیایووالي د تړون د لاسلیک مراسم

سیاسي یووالی د لویدیځ جرمني د اساسي قانون په بنسټ وشو او بیا د سرتاسري انتخاباتو وروسته سیاسي یووالی په ټولنیز یووالي واوښت.

د برلین دیوال ۲۸ کاله دا ښار په دوو برخو ویشلی ؤ. د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل چې په ختیځ جرمني کې زیږیدلې او لویه شوې وایي د دیوال نړیدلو یې ژوند بدل کړ " حتی نن هم کله چې زه د براندنبورګ له دروازې څخه تیریږم، پخوانی احساس مې راژوندی کیږي چې زما د ژوند تر ډیرو کلونو پورې نا ممکنه وه او ما باید ۳۵ کاله صبر کړی وای چې د آزادۍ دا احساس مې ترلاسه کړی وای. "

د جرمني د بیایووالي راهیسې د اسوشیتید پرس د رپوټ له مخې د ختیځ جرمني په بیارغونه دوه نیم تریلونه ډالر لګیدلي دي. که څه هم چې زیات شیان بدل شوي خو د بیکارۍ کچه په ختیځ کې د لویدیځ په پرتله لوړه ده او د بیکارۍ معاش هم په ختیځ کې ټیټ دی.

همداشان کلتوري تفاوتونه لاهم موجود دي. د مثال په توګه د جرمني د چپي ګوند یوه برخه د ختیځ جرمني د کمونستي واکمنانو له لړۍ څخه دي چې په ختیځ کې نفوذ لري. خو بلخوا د رښتیني یووالي په لور هم ګامونه پورته شوي چې ددې هیواد په مشرتابه کې ښه تر سترګو کیږي.

انګیلا مرکل د جرمني صدراعظمه او یواخیم ګواک د جرمني جمهور رئیس

انګیلا مرکل د جرمني صدراعظمه او یواخیم ګواک د جرمني جمهور رئیس

نه یواځې دا چې د هیواد صدراعظمه انګیلا مرکل د ختیځ اوسیدونکې ده بلکې د هیواد جمهور رئیس یواخیم ګواک هم د ختیځ جرمني څخه دی چې دمخه په ختیځ کې د مسیحي پروتستانانو مشر و. هغه د خپل هیواد د پرمختیا او سوکالۍ په اړه وایي " جرمنان ښایي خوښ اوسي چې نن داسې ژوند او فرصتونه لري چې د نړۍ بیشمیره وګړي یې صرف ارمان او هیله کولای شي. "

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.

XS
SM
MD
LG