د لاس رسي وړ اتصالات

برني سندرز د افغانستان په هکله


برني سندرز وايي طالبان باید بیا واک تر لاسه نکړي
برني سندرز وايي طالبان باید بیا واک تر لاسه نکړي

برنارډ "برني" سندرز

برني سندرز د امریکا په سنا مجلس کې د ورمونت ایالت سناتور دی. هغه د ١٩۴٠ کال د سپتمبر په اتمه زیږیدل او د امریکا د ۲۰۱۶ کال په مقدماتي انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندید دی.

ساندرز د سپتمبر د بریدونو وروسته، پر افغانستان باندې د پوځي بریدونو په پلوي رایه ورکړه.

ښاغلي سندرز د تیر اکټوبر په میاشت د اې بي سي ټلویزیون ته وویل "څرګنده ده چې موږ نغواړو چې طالبان ډیر واک ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې موږ په افغانستان کې باید يو څه امریکايي سرتیري پریږدو چې افغان ځواکونو ته اړین ملاتړ او روزنې ورکړي".

برني سندرز د ٢٠١١ کال د جون په ٢٣ د سنا مجلس په پاڼه کې لیکلي وو "د سپتمبر د ١١ د بریدونو په غبرګون کې ما په افغانستان کې د هغو ترهګرو د موندلو لپاره چې پر امریکا یې برید کړی و د زور نه د کار اخیستلو ملاتړ وکړ. زه خواښینی یم چې جمهور رئیس بوش له خپل واک نه سمه ګټه وانه خیسته او د امریکا جنګي ځواکونه هلته ډېر پاته شول."

کله چې د ٢٠٠٩ کال د سپتمبر په دویمه جمهور رئیس اوباما د افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو مهال ویش اعلان کړ ښاغلي سندرز وویل " په داسې حال کې چې مونږ سمدستي ټول ځواکونه نه شو ویستلی، خو باید څومره ژر چې ممکن وي هغوی کور ته راولو. زه د جمهور رئیس د اعلان هرکلی کوم خو زما په باور د ځواکونه ویستل باید ډېر ژر او په لویه کچه وي."

د ٢٠١٥ کال د سپتمبر په ١٣ سندرز ویلي وو "مونږ باید د عراق او افغانستان د جګړو نیم میلیون سرتیري هیر نه کړو چې د ناوړه پیښو وروسته د رواني ناروغیو او دماغي زیان سره خپلو کورنیو ته راغلي دي".

XS
SM
MD
LG