د لاس رسي وړ اتصالات

بایسکل اوس هم په ننگرهار کې مود دی


بایسکل اوس هم په ننگرهار کې مود دی

بایسکل اوس هم په ننگرهار کې مود دی

جلال آباد د افغانستان يو له هغو ښارونو څخه دى چې د ډیر پخوا راهيسې پکې بايسکل لا تر اوس د تگ راتگ مهمه وسیله ده. د ښوونځيو زده کوونکي، د ادارو زاړه مامورین او ښوونکي پر بايسکلونو تګ راتګ کوي.

اوس خو بايسکل يو دود ګرځېدلى. يو مهال دا د تگ راتگ تیزه وسیله وه. په په تیرو څو کلونو کې چې ګڼه ګوڼه زياته شوې او د موټرو شمیر هم زیات شوی، د بایسکلونو بازار یو څه سوړشوی دی.

نورآغا په جلال آباد کې اوسیږي. تازه یې ښوونځی پاى ته رسولى. دی وايي چې ښوونځى یې د همدغه بايسکل له برکته لوستى دی. اوس هم پرهمدغه بايسکل ګرځي.

نورآغا وايي بایسکل ورته نه یوازې یوه ارزانه د تگ راتگ وسیله وه بلکه دده لپاره یو ډول سپورت هم وو.

"که دا ټول خلک په تېره د ښاراوسېدونکي بايسکل وکاروي نو د چاپيريال په پاکۍ کې به يې ستره ونډه اخستې وي او د خپلې کورنۍ اقتصاد ته به يې هم زيان نه وي رسولى"

جلال اباد يو وړوکى ښار دى. دا مهال د ټرافيکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره زياته شوې ده. همدا د موټرو دود باعث دی چې د ښار پر فضا باندې تل یوه خړه خوره وي او ډیری یې روغتیا ته هم زیانمن بولي.

پر دوه ټيره بايسکلونو سربېره يو شمېرمعلولين اوس مهال درې ټيره او څلور ټيره بآيسکلونه هم کاروي. دوی وايي که د بايسکلونوکارول دود شي نو نه يوازې دا چې ښار ته به په پاکې کې ګټه ورسوي د موټرو د زیاتوالي مخنیوی به هم وشي.

خو په ښار کې د بایسکلونو لپاره ځانگړې لارې نشته. بایسکلونه هم له نورو موټرو او لارویو سره پر عامو لارو تګ راتګ کوي.

بایسکل اوس هم په ننگرهار کې مود دی

بایسکل اوس هم په ننگرهار کې مود دی

د جلال آباد ښار د بايسکلونو يو دوکاندارمصطفى وايي د بايسکلونو بازار بد ندی او هره ورځ تر شلو زيات بايسکلونه پلوري.

د لغمان ولايت يو اوسېدونکى هجرت الله اختيار وايي چې ده ننګرهار پوهنتون ته تګ راتګ پربايسکل کاوه. دى وايي بايسکل ورته يوه ګټه دا ورسوله چې کومه روغتيايي ستونزه نه لري او بل اقتصادي ورته پرېواته.

د ښار او شاووخوا اوسېدونکي وايي چې یو وخت چې موټرونه کم وو، له ښار نه تر لسگونو کيلومترو لریو ولسوالیو نه خلک به باسکلونو راتلل. د دوی په وينا، هغه مهال بختورهغه څوک ګڼل کېده چې بايسکل به يې درلود.

یو تن خو وايي، هغه مهال بايسکل لرل د اوس مهال له جګ ماډل موټر له لرلو سره برابر ګڼل کیږي.

په ځینو سیمو کې خو لا اوس هم بايسکلونه دومره عام دي چې اکثره خلک د بايسکل تخنيکي ستونزې پخپله هواروي او چندا یې مستري ته ضرورت نه پیښیږي.

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د چاپيريال د ساتنې لپاره د سيمې پر خلکوغږ وکړ چې د موټرو له زياتې کارونې دې لاس واخلي او له همدې آمله یې د پنجشنبې ورځ رخصت اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG