د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د آسیا په سفر وځي


بایډن د آسیا په سفر وځي

بایډن د آسیا په سفر وځي

هغه ګامونه چې امریکا د خپلو مالي چارو د سمولو په منظور پورته کوي دا د جمهوررئیس د مرستیال جو بایدن د سفر اجندا ده چې د سه شنبه په ورځ یې پیلوي. بایدن به په دې سفر کې چین، منګولیا او جاپان ته ځي.

امریکایی مقامات وايي ښاغلی بایدن په خپل دې سفر کې به د چین د جمهوررئیس د مرستیال هوجنتاو سره خبری وکړي کوم چې تمه کیږي بل کال د ملک جمهور رئیس شي. ښاغلی بایدن به ښاغلی هوجنتاو ووايي چې امریکا به خپلې مالي چاری سموي.

په داسی حال کې چې د امریکا د جمهور رئیس او د دغه هیواد د کانګرس ترمنځ جدي خبری روانې وې، د چین دولتی خبری اژانس سین هوا ویلي وو چې په واشنګتن کې روانې ناندری کولی شي نړیوال اقتصاد اغیزمن کړي.

د امریکا په بین المللی چارو کې د خزانې مرستیال وزیر لایل برینارد وویل چې ښاغلی بایدن به چین ته ووایي چې جمهور رئیس براک اوباما د بودجوي تقلیل په برخه کې یوه قوی مجموعه لاس لیک کړیده.

ښاغلي برینارد وویل چې امریکا دا پیاوړتیا، نیت او تعهد لري چې د خپل ملک اقتصادی او مالی ستونزو باندې بری حاصل کړي. برینارد هغه مسایل یاد کړل چې چین د امریکا په مالي ستراتیژی کې څه ډول دلچسپي لري او هغه د یوه تریلیون ډالرو په اندازه په خزانې پورې اړه تضمینونه دي.

برینارد وايي:

د امریکا د خزانې تضمینونو لپاره د پانګه اچونکو لخوا زیاته اړتیا ده. خو دا خبره یې هم وکړه چې په نړیوال بازارکې تل دا تضمینونونه ژورارزښت لري اود تبادلې وړوي. او زه فکر کوم چې په چین او نوره دنیا کې دا خبره ټولو ته معلومه ده چې د امریکا اقتصاد ترټولو زیاد بدلون موندونکی او خلاقه دی.

چین ته د ښاغلي بایدن د سفر بلنه د دغه هیواد د جمهور رئیس هو لخوا واشنګتن ته دده دجنوری د سفر په وخت کې ورکړ شوېوه. جو بایدن به په دې سفر کې دچین د کاروباریانو سره خبری وکړي او همدارنګه د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو په اړه د دغه هیواد په یوه پوهنتون کې خپله وینا واوري.

د جمهوررئیس د مرستیال سلاکار ټوني بلنکن وايي چې هغه به چین ته خپل پیغام په ښه شان ورسوي. بلنکن وايي:

ددووستروقدرتونو او په دې پیړی کې د نړی په سطحه مهم هیوادونه، چین او امریکا دواړه ډیرې ورته ستونزې او مسئولیتونه لري. او بایدن په خپله او جمهوررئیس په دې عقیده دي چې که هرڅومره په دغو ستونزو کار وشي او مسئولیتونه په ګډه پراوږدو واخیستل شي، په هماغه اندازه نړی به ددې مسئلې نه ګټه پورته کړي.

جوبایدن ویلي دي دده د سفریوهدف داهم دی چې د چین د راتلونکې مشرتابه سره بلدتیا پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG