د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: تر هغو افغانستان کې یو چې افغانان وغواړي


بایډن: تر هغو افغانستان کې یو چې افغانان وغواړي
بایډن: تر هغو افغانستان کې یو چې افغانان وغواړي

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن چې د افغاسنتان په سفر بوخت دی، وایي دوی به په روان میلادي کال کې د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيل کړي خو په همدې حال کې به د افغان دولت سره د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړه کې مرسته کوي.

د هغه توافق له مخی چې تېر کال وشو امرېکا به له افغانستان نه سږ کال وتل پېل کړي او دا بهیر به تر ٢٠١۴ کال پورې بشپړ شي او افغانانو ته به په بشپړ ډول د هغه کال په پای کې امنیت وسپارل شي.

خو نن ښاغلی بایدن د افغانستان نه د لیدنی پّه ترڅ کی وویل ددی هیواد پوځونه به د شرایطو د غوښتنې سره سم له افغانستانه وځی.

بایدن چې د افغان جمهور رئیس ښاغلی کرزی سره یی د دده په ویاړ د شوي میلمستیا نه پس دوه په دوه خبرې کولې، وایی دوی د یو خپلواک او حاکم او ځواکمن افغانستان د جوړولو لپاره ځانګړی پلان لری داسې افغانستان چه دده په وینا نور د ټروریزم ځاله نه وی.

د افغان جمهور رئیس ښاغلی کرزی وایی د جو بایدن سره یی دوه په دوه د افغانستان او امریکی پر ګډو مسایلو او سیمیزو خبرو باندی بحث سره کړی.

د امریکی د جمهور رئیس مرستیال د افغانستان په سختو او خاصو شرایطو کی د ښاغلی کرزی مشریزه ،کار او هڅی وستایلی او وی ویل دا مهال د امریکی سر مشریزه د خپلواک ، حاکم او با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره ځانګړی ستراتیژی لری چه په دی هیواد کی به یی پلی کړی.

هغه وایی دا مهال زموږ ځواکونو د افغانستان د دښمنانو په لیکو کی تحرک له منځه وړی او هغوی ته ماتی ورکړی خو بیا هم دده په وینا په افغاتنستان کی د امریکایی ځواکونو لاس ته راوړی بریالیتوبونه کله نا کله په شا تلونکی هم دی خو د جمهور رییس د مرستیال وایی دا ّهڅی لری چه دا بریاوی دایمی وکړي.

جو بایدن ژمنه وکړه چې هیواد یې هڅه لري چې د پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پر ښه والي هم بحث او کار وکړي او په دې لار کې د دووه کالو را په دیخوا د ښاغلی هولبروک په څیر یو شخصیت هڅې د ستایلو وړ او نه هیریدونکي دي.

جو بایدن په دی سفر کی د خپل دولت له خوا ژمنه وکړه چې د بن کنفرانس د شویو ژمنو پر اساس به د خپلو نړیوالو متحدینو سره افغان دولت د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کوي او دولت به ددی جوګه کوي چې د طالبانو سره په جګړه کې بریالئ واوسي هغه طالبان چې د القاعده او نورو تروریستي سازمانونو غړیتوب لري.

بایدن وایي موږ په په جولای کی د ځواکونو ویستل پیلوو خو وروسته له دی به هم د افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې مرسته کوو او ددې هیواد د خپلواکئ او امنیت نه به ملاټړ کوو.

XS
SM
MD
LG