د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن له افغانستان نه د عسکرو په رایستلو ټینگار کوي


جو بایډن له افغانستان نه د عسکرو په رایستلو ټینگار کوي

جو بایډن له افغانستان نه د عسکرو په رایستلو ټینگار کوي

د امریکا مرستیال جمهور رئیس جو بایدن له افغانستان څخه تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پوري د ټولو ځواکونو د را ایستلو په ستراتیژی ټینگار وکړ. جو بایډن د ویکیلیکس او د روسیې سره د ستراتیژیکو وسلو د راکمولو دتړون په اړه هم څرگندونې کړې دي.

د امریکا مرستیال جمهور رئیس جوبایدن د ان بي سي تلویزیوني شبکې ته وویل چې مونږ په افغانستان کې په ټولو برخو کې پرمختگ کوو.

جو بایډن وویل: "مونږ به د جولایي په میاشت کې د امریکایي ځواکونو راکمول او افغانانو ته د چارو د مسولیت سپارل پیل کړو.

د ځواکونو راکمول به نمایشي نه وي، خو په دومره اندازه چې زمونږ ځواکونه راکم شي. که زه تاسې ته د عراق په پرتله په مقایسوي توگه ووایم چې چارې ماته راکړ شوې وې او هلته څه پیښ شول، مونږ درې کاله وړاندې له عراق سره یوه موافقه لاس لیک کړه. دوه کاله مخکې مونږ غوښتل خپل ټول محاربوي ځواکونه له ښارونو او گڼ میشتو سیمو څخه راوباسو. بیا زمونږ ادارې وویل چې په راتلونکي اوړي کې غواړو سل زره عسکر وباسو او غواړو چې په پبشپړه توگه ووځو.

په عین وخت کې به مونږ د افغانستان د دولت د تقویه سره مرسته کوو. مونږ به مسولیتونه وسپارو او مونږ به ووځو. دا هغه څه دي چې مونږ د لیزبون په کنفرانس کې د ناتو په کنفرانس کې ویلي وو. مونږ وویل چې دا پروسه هماغسې چې په عراق کې مو وکړل پیل کوو. مونږ دا کار د دوه زره یولسم کال په جولایي کې پیل کوو او مونږ به له هغه ځایه هر څنگه چې وي په بشپړه توگه په دوه زره څوارلسم کې ووځو".

جوبایدن د ویکیلیکس د مسلې په اړه وویل: "دې سړي داسې کارونه وکړل چې د نړۍ په نورو برخو کې یې د خلکو ژوند او دندو ته زیان ورساوه او خطر یې ورته متوجه کړ. هغه مونږ ته دا کار نور هم ستونزمن کړ چې د خپلو متحدینو او ملگرو سره خپل کارونه پرمخ بوزو. د مثال په توگه زما په لیدنو کتنو کې، تاسې پوهیږئ چې ما د نړۍ د زیات شمیر مشرانو سره لیدلي. اوس داسې هیله موجوده ده چې په خونه کې د نورو مامورینو له موجودیت پرته یواځې له ماسره وگوري. دا شیان نور هم مشکلوي. نو دې کار زیان پیښ کړ".

په کانگرس کې د روسیې سره د ستارت په نامه د ستراتیژیکو وسلو د راکمولو د تړون د تصویب په اړه جوبایدن وویل: "زه په دې باور یم چې مونږ به دا کار ترسره کړو. د جمهوري غوښتونکي گوند د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیران، د ملي امنیت سلاکار او د ستراتیژیکې قوماندې مشر، ټول وایي چې دا کار د امریکا د امنیت لپاره ضروري دي".

د امریکا د سنا مجلس نن د سټارټ د تړون په اړه بحث کوي.

XS
SM
MD
LG