د لاس رسي وړ اتصالات

په بنیادي توګه طالبان زمونږ دښمنان ندي، بایډن


په بنیادي توګه طالبان زمونږ دښمنان ندي، بایډن
په بنیادي توګه طالبان زمونږ دښمنان ندي، بایډن

دامرېکا د جمهوری رېاست مرستېال د تېرې دوشنبی په ورځ د نېوزوېک له مجلی سره په ېوه مرکه کې ووېل، طالبان په بنېادی توګه زموږ دښمنان ندي.

هغه دعراق ، اېران، چېن او طالبانو په برخه کې خپل نظرېات په دغه مرکه کې څرګند کړل. هغه داهم ووېل هېچاداندي وېلي چې موږ خپل درېځ د اېران داټومی پروګرام په برخه کې نرم کړېدی.

دامرېکا د جمهوری رېاست مرستېال ددې پوښتنی په ځواب کې چې زموږ حېاتی ګټی په افغانستان کې څه دي چې دهغو دخوندی کولو لپاره مو په افغانستان کې غټی جګړې ته دوام ورکړېدی.

ښاغلي باېډن ددې پوښتنی په ځواب کې ووېل : موږ په افغانستان کې د دوه دلاېلو لپاره جګړه کوو. اول دلېل دادی چې دالقاعده چاره وکړو، مخه ېې ونېسو، ورانه وېجاړه ېې کړو او بالاخره ېې له منځه ېوسو. په دې کې زموږ مقصد ېوازې داندی چې القاعده بېرته افغانستان ته راستنه نشی، اوافغانستان کنترول نکړي، بلکه له دې منطقې نه ېې وباسو او په بشپړه توګه ېې له منځه ېوسو. نېوزوېک ورته ووېل دامقصد تقرېبا ناممکن دی چې سرته ورسېږی.

ښاغلی باېډن ووېل : موږ غواړو په بېنادی ډول دهغو هغه توان اوقدرت دومره راکم کړو چې هغوی دامرېکا انډېوالانو او ګټو ته تاوان ونه رسولی شی. موږ غواړی په بنېادی ډول دهغوی دا توان له منځه ېوسو. اوموږ داکار کړېدی خو ددې مانا دانده چې هغوی اوس توان نلري.

دنېوزوېک خبر ېاله وايی ددی معنی داد ه چې موږ فې الحال داکار کړېدی خو دا په دې پورې اړه لری چې په آېنده کې څو ک په افغانستان کې قدرت ته رسېږی. هغوی بېرته راتللی شی، زه په دې پوهېږم چې ته ددې طرفدرا نه ېې چې موږ هلته دتل لپاره پاتی شو چې دهغو ی مخه ونېسو.

دامرېکا د جمهوری رېاست مرستېا ل ووېل زه به په دې برخ کې دا استدلال وکړم چې هغوی دبېرته راتللو توان نلری. زه داهم واېم چې هغوی ته په بنېادی ډول داسی تاوان ور اړول شوېدی چې دهغوی نظم اوهماهنګی ته او دهغوی توان ته ډېر سخت تاوان رسېدلی دی. دهغوی د خپرېدلو اوغوړېدلو قابلېت ته دومره تاوان رسېدلی دی چی نور بېا ځان نشی راجوړولی.

دنېوزوېک خبرېالی ووېل نو په دې توګه موږ دېته ضرورت نلرو چې نو په افغانستان کې پاتی شو او جګړه وکړو. ښاغلی باېډ ن په ځواب کې ووېل چې اجازه راکړه زه خپله خبره خلاصه کړم. دغه کا رموږ په بشپړه توګه سرته ندی رسولی. خو نېژدی دی.

اوس به زه رراشم دو ېم دلېل ته چې موږ ولی په افغانستان کې ېو. موږ غوښتل چې داخبره ېقېنی کړو چی هغه هېواد چې له لسهاوملېونه نفوس لرياو او اټومی وسلی لري اونوم ېې پاکستان دی، هغه بې نظمه او ګډوډ نسی ، دا تر ټولو سخته وظېفه ده.

له دې سره سم دنېوزوېک خبرېالی ووېل چې زه ددې خبرو په تړاو له ېوبل سره پوه نشوم. هرڅه چې په افغانستان کې پېښېږی ، هغه د پاکستان کاردی چې دخپلو اټومی وسلو ساتنه اوحفاظت وکړی او داخبره ېقېنی کړی چې افراطېانو ته دهغوی اټومی وسلی او دهېواد چاری په لاس ورنشی. دوېم خبره داده چې پاکستان ستا له دې استدلال سره موافق ندی. ځکه هغوی په افغانستان کې هرهغه اقدام چې موږ ته تاوان راورسوی کړېدی. اوبالاخره دغه هېواد چی 180 ملېونه نفوس لری خپلی ډېرې ژوری ستونزی لری . په هغه څه چې په ا فغانستان کې پېښېږی ، د پاکستان ستونزی نه خرابېدلی شی ا و نه پرې ښې کېدلی شی.

ښاغلی باېډن ووېل موږ ته دافغانستان جګړه اوحآلات په مېراث راورسېدل. کله چې زموږ اداری په کار پېل وکړ نو ېو معقوله اومنظمه پالېسی نه وه چې موږ به له خپلې بېنادی ستونزې القاعده سره په افغانستان کی څه ډول معامله کوو. که چېرې په کابل کې حکومت سقوط کړی وای ، اوېا نوی کورنی جنګ پېل شوی وای نو پاکستان به پکې راښکېل شوی وای او حآلات به تردې اوسنېو شراېطو نه ډېر خراب وای.

زموږ دوېم کار دا وچی موږ دا فېصل وکړله چې ېوخو دالقاعده چاره وکړو او بل دا کوشش وکړو چې په افغانستان کې شراېط باثباته شی، ددې کار لپاره موږ دهغوی قواو ته روزنه ورکړله چې خپلې ګټی خپله وساتی. موږ په تدرېج سره خو په بشپړ ډول ېوه داسی لاره جوړه او پېل کړله چې له هغه ځای نه په معقول ډول راووزو. همدغه کار اوس روان دی اوتراوسه پورې موږ دغه شېان لاسته راوړی دی.

داخبره څرګنده ده چې پاکستان له هغه افغانستان سره په ګډه ژوند کولی شی چې د طالبانو په لاس کې وی. هغوی پخواهم داکار کړېدی. خوموږ ونکړی شو. ځکه چې طالبانو هغه چاته پناه ورکړله، ملاتړ ېې وکړ چې دامرېکا لپاره په ېورېښتونی خطر بدل شو.

نېوزوېک ووېل چې موږ هغو ته ووېل که تاسی دالقاعده ملاتړ پرېږدی نو موږ هم درسره ژوند کولی شو . باېډ ن ووېل هو خو هغوی ېعنی طالبانو داکار ونکړ.

دنېوزوېک پوښتنه داوه چې اېا اوس موږ داکار کولی شو؟

ښاغلی باېډن ووېل د پخلاېنی بهېر اوس په همدی برخه کې دی. موږ ېوازې دا فېصله نه کوو چې موږ هلته دېوه حکومت ملاتړ کوو او دهغوی د پوځ روزنه کوو. موږ د پخلاېنی په بهېر کې هم کار کوو. دابه بېله خبره وی چې کار به ورکړی او که نه. خواوس موږ په داسی حآلت کی ېو چې افغانستان نور دهغوکسانو ځاې ندی چې موږ ته ېې تاوان را اړولی و اوزموږ متحدېنو او پلوېانو ته ېې تاوان ور اړولی و. دا کافې ده. خوموږ لاتراوسه پورې هغه ځای ته نه ېو رسېدلی.

باېډن خپلو خبرو ته ادامه ورکړله او وېل وېل : ګوره !‎

"... طالبان په بنېادی توګه زموږ دښمنان ندي. دا ډېره مهمه خبره ده . تراوسه پورې دا سی ېو ه وېنا هم د جمهوررئېس براک اوباما په خبرو کې نشته ده چې هغه طآلبان دښمنان نه ګڼی. دهغه په وېناګانو کې داسی راځی چې طالبان زموږدښمنان دی ځکه چې دوی دامرېکا ګټوته زېان رسوی. که چېرې طالبان په دې قادرشی چې دا اوسنی رژېم له پښونه وغورزوی ، چې له موږ سره همکاری کوی او دهغو خلکو مخه نېسی چې موږ ته تاوان رارسوی ، نو دا زمو ږ لپاره ېوه ستونزه ده. نودلته دوه لارې دي. ېوه لاره داده چې په القاعده باندی فشارته ادامه ورکړل شی چې له منځه ېې ېوسو. دوېم حکومت په داسی موقف کې واقع کړی شی چې په کافې اندازه قدرت ولری او مذاکرات کولی شی اود طالبانو په واسطه له قدرت نه ونه غورزولی شی. په عېن وخت کې ددې کوشش وشی چې طالبان سمی لاری ته راوستل شی.

او دا وکتل شی چې هغوی د پخلاېنی له لارې ، دا تعهد وکړی چې له القاعده سره تړاو ونلری، اوېا له کومی بلی ډلی سره چې هغه امرېکا او دامرېکا متحدېنو ته تاوان ور واړوی.

د طالبانو هر کلی:

د امرېکا د جمهوری رېاست مرستېال په دې اونی کې د نېوزوېک له اونېزی مجلی سره ېوه جنجالی مرکه کړېده. د ښاغلي باېډن په مرکه باندی غټ جنجال په خپرنو کې راپېدا شوېدی خو په خپله د طالبانو ېوشمېر مشرانو ددې خبری هرکلی کړېدی اوهغه ېوه مثبته نښه بللی ده. د ډېلی بېسټ خپرونه د قاضې حبېب الله فوزي له قوله لېکی چې طالبان وايی بالاخره له لسو کلونو جګړو نه وروسته امرېکا موږ ته په سړه سېنه ګوري. نه په احساساتو او نه د انتقام په شور او غوغا باندی چې امرېکا ېې دسپتمبر د 11 می نېټی له برېدونو نه وروسته افغانستاته را کش کړله.

ښاغلی فوزي اوس له طالبانو سره اړېکی نلری خو پخوا په سعودی عربستان کې د طالبانو شارزدافېر و. د ډېلی بېسټ خپرونه لېکی چې دطآلبانو له ېوشمېرپخوانېو او اوسنېو مشرانو سره دا پوښتنه د ه چی ولی سپېنی ماڼی داخبره دوخته نه کوله.

XS
SM
MD
LG