د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له افغانستان نه وروسته پاکستان ته ورسېد


بایډن له افغانستان نه وروسته پاکستان ته ورسېد

بایډن له افغانستان نه وروسته پاکستان ته ورسېد

د امریکا د جمهور رئیس مرستېال جوباېډن نن پاکستان ته په خپل سفر ورسید.

ددې مخکې نوموړی په ناڅاپی ډول دافغانستان دجنگ دپرمختگ د ارزېابئ په منظوردغه هیواد ته تللی ؤ.

توقع کېږی چی جوباېډن به نن په اسلام ابا دکی دپاکستانی مشرانو سره وگوری. پرون ېې په کابل کی دافغانستان دجمهور رې سڅامد کرزي سره په کابل کی وکتل.

د سی شنبی په ورځ په کابل کې د ښاغلي حامد کرزي سره یو ځای د یوه گډ مطبوعاتی کانفرانس په دوران کې د دواړو ملکونو څخه غوښتل چې د سرحدونو په اوږدو کې دې په طالبانو باندې نظامي فشار زیات کړي تر څو هغه پرمختگ خوندې وساتل شي چې ایتلافي قواو تر اوسه پورې یې د طالبان ورسره جنگ کي کړي دي.

پروسږکال په پاکستان کی دامرېکا سفېر کیمیرون مونټر وېلی ؤ چی متحده اېالات لگېا دي دپاکستان پوځی چارواکو سره په دې اړه خبری کوی چې دشمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کی د طالبانو په مرکزونو باندی ېرغل وکړی.

د امرېکا حکومت په دې گومان دی چې دالقاعدې طرفداره حقانی شبکه ، دهمدغې سېمی نه د اډې په توگه کاراخلی او په افغانستان کی په اېتلافی ځواکونو باندی وژونکې او مرگانئ حملې کوی.

خو د پاکستان پوځ تراوسه پوری دامرېکاېې چارواکو ددغې غوښتې په مقابل کی کلک مقاومت کو او د تعرضی عملېاتو دشروع کولو نه ېې ډډه کړی ده.

د پاکستان پوځ دا دلېل وړاند یکو یچې لومړی باېد هغه ځاېونه خوندی کړی چی دافغانستان دسرحدونو په اوږدو کی ېې په ېو شمېر نورو قباېلی سېموکی ېې په جنگ کی نېولي دي.

د واشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه لېکی چې پکارده جوباېډن له پاکستان سره په خپل مجلس اوغوښتنو کې په ټېنگه لهجه خبری وکړی.

ماهران وايی چې پکارده پاکستان دترهگری سره په مبارزه کې، په سرحدی علاقو کې محسو س اومشهود نتاېج ښکاره کړی. القاعده اونوری ېاغې ډلی په همدغه سېمه کې خوندی ځاېونه لری.

واشنگټن اېگزامېنر لېکی چې د ښاغلی باېډن هدف به داوی چې پاکستان دېته وهڅوی چې دامرېکا د بغاوت ضد ستراتېژی کې، په افغانستان کې ډېره مستقېمه او تهاجی برخه واخلی. ماهران وايی چې پکارده داوباما اداره دا خبره له پاکستان سره سپېنه وکړی چې دوی به د پاکستان د پوځ او ېا استخباراتو دادارو داعمل ونه زغمی چې له طالبانو سره مرسته وکړی او ېا ترهگرانو ته پناگاه ورکړی.

د واشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه دواشنگټن دېوې ماهری لېسا کرټېس له قوله لېکی چې دامرېکا د پالېسئ جوړوونکي په دې امکاناتو ډېر پرېشانه او اندېښمن دی چی هسی نه اټوم لرونکی پاکستان، غېر دوستانه او بې ثباته شی؛ په همدی سبب هغوی د طالبانو پرموضوع پر اسلام اباد باندی ډېر فشارندی راوړی؛ که څه هم ددې امکان شته دی چې دغه راز فشار به په افغانستان کې د جگړی پله دامرېکا او اېتلاف د قواو په گټه بدله کاندی.

د واشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه لېکی که څه هم د پنټاگان داستخباراتو ېو شمېر چارواکی وايی چې پکارده دامرېکا مرسته، په پاکستان کې د شراېطؤ له بدلون سره تړلی وی. خو داوباما اداری پرېکړه وکړله چې د تېرکال د مرستو د مجموعی مسله په دې امېد پرمخ تللوته پرېږدی چی داسلام اباد حکومت به ډېره همکاری ورسره وکړی. دامرېکا حکومت دخپلو نظامی قوماندانانو هغه غوښتنی هم رد کړلی چی وايی ددوی عسکرو ته دې اجازه ورکړل شی چی دپاکستان قباېلی علاقوته ورداخل شی او ېاغېان هلته ونېسی او وې وژنی ، بې له دېنه چې دې علمېاتو ته د پاکستان له خوانه اجازه ورکړل شی او ېاورسره د بحث لپاره مطرح شی.

دواشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه لېکی د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر د ١١می نه راو روسته دامرېکا متحده اېالاتو پاکستان ته تر 15 بلیونو ډالرو نه زیاته مرسته ددې لپاره ورکړېده چی په سېمه کې له ترهگری سره مبارزه وکړی.

تېرکال داوباما اداری تر 500 ملېونو ډالرونه زېاته مرسته پاکستان ته ددې لپاره ورکړله چې د پاکستان له خلکو سره نېژدی او دوستانه اړېکی پېداکاندی.

خو دواشنگټن اېگزامېنر ورځپاڼه لېکی چې سره له دې هم کله چې د افغانستان او پاکستان ستراتېژي د سپېنی مآڼی له خوانه د تېرکال په ډېسېمبرکې خپره شوله، په هغی کې دا لېکل شوی وو چې تراوسه پورې لاهم د پاکستانېانو په منځ کې دامرېکا په هکله بې اعتباری او کرکه په پراخه کچه موجوده ده.

XS
SM
MD
LG