د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: ټول بندي خبریالان دې خوشې شي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مې درییمه ( غوایي ۱۴) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په نړۍ کې ټول خبریالان چې د خپل کار له کبله بندیان دي، باید خوشې شي.

ښاغلي بایډن پدې اعلامیې کې ویلي چې "ژورنالیزم باید د ځمکې هیڅ برخې کې جرم نه وي". هغه د نظامي عملیاتو په ګډون په هر حالت کې د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا خبریالان یوازې د خپل کار له کبله بندیان دي او په "سمدستي توګه او د قید او شرط پرته" باید خوشې شي.

د خبریالانو خوندیتوب کمیټې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ میلادي کال په پای کې په ټولې نړۍ کې تقریباً ۳۲۰ خبریالان بندیان و.

پدې بندي خبریالانو کې درې امریکایان هم دي چې ایوان ګیرشکویوچ او الوس کورماشیوا په روسیې او آسټن ټایس بیا په سوریې کې بندي دی.

ګیرشکویوچ چې د وال سټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې لپاره یې کار کاوه د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ میاشتې راهیسې په روسیې کې د جاسوسۍ په تور بندي دی خو د متحده ایالاتو حکومت او همدې ورځپاڼې دا تورونه په بشپړه توګه رد کړیدي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دا خبریال په روسیې کې په "ناسمه توګه" بندي دی.

په عین حال کې د دې خبریال خور، دانیالي د جمعې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې په یوې غونډې کې د خبریالانو نړیوالې ورځې لمانځلو لپاره جوړه شوې وه، وویل چې پخپل ورور ویاړ کوي او پدې یې حیرانیتا وښوده چې څنګه یې په روسیې کې بندي ورور تر دې وخته ځان ساتلی.

دانیالي وایي چې کورنۍ یې د ګیرشکویوچ سره د لیک له لارې په اړیکه کې دي.

هغې پدې غونډې کې وویل چې د ورور څخه د لیک په تر لاسه کولو خوښه شویده.

میرمن دانیالي زیاته کړه، " کله چې زه دا لیک لولم، لکه د ورور غږ چې اورم او داسې احساس راکوي لکه خپل ورور سره چې غږیږم".

سره لدې چې د روسیې حکومت دې خبریالا ته د کار کولو اجازه ورکړې وه خو تر اوسه یې په عامه توګه هیڅ داسې شواهد ندي په ډاګه کړې چې په ګیرشکویوچ د جاسوسۍ تور ثابت کړي.

تر څو چې دا خبریال محکمې ته وړاندې کیږي، په توقیف خانه کې به وي.

بله خبریاله چې په روسیه کې بندي ده، د آزدې اروپا / آزادۍ رایډو لپاره یې کار وه چې څه باندې شپږ میاشتې کیږي په توقیف خانې کې ده او دیته انتظار باسي چې محکمې ته وړاندې شي.

هغه د روسیې او متحده ایالاتو تابعیتونه لري او د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې روسیې ته د خپلې کورنۍ لیدو لپاره تللې وه چې خو د جون په میاشت کې یې پاسپورټ ضبط شو او کله یې چې ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې له روسیې وتلو کوښښ کاوه، ونیول شوه.

په هغې دا تور دی چې ځان یې په روسیې کې د "بهرني اجنټ" په توګه نه و ثبت کړی.

سږ کال داسې مهال د مطبوعاتو نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې لږ تر لږه ۹۷ خبریالان وژل شوي.

د خبریالانو خوندیتوب کمیټې ویلي چې د ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې چې د خبریالانو وژل کیدو په هکله یې د معلوماتو راټولول ثبت کړي، په یو کال کې دومره ډیر خبریالان هیڅکله ندي وژل شوي.

په وژل شویو خبریالانو کې ۹۲ یې فلسطینیان، ۲ اسرائیلیان او درې یې لبنانیان و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG