د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن غزې ته د بیړنیو مرستو رسولو دپاره د بندر پرانیستلو اعلان وکړ


د امریکا ولسمشر جو بایډن ملت ته د کلنۍ وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن ملت ته د کلنۍ وینا پر مهال

ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۷) اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو پوځ به د غزې په ساحل کې یو موقتي بندر پرانیزي ترڅو غزې ته د اړتیا وړ بیړنۍ مرستې ورسوي.

نوموړي دا اعلان ملت ته په خپلې کلنۍ وینا کې وکړ.

په دې وینا کې، بایډن د حماس په خلاف د اسرائیل د عملیاتو ننګه وکړه خو له اسرائیل څخه یې وغوښتل چې غزې ته د مرستو رسولو مخنیوی ونکړي او بشرې مرستې د "سیاسي وسیلې" په توګه استعمال نه کړي.

بایډن د کانګرس ګډې غونډې ته وویل: "نن شپه، زه د متحده ایالاتو اردو ته لارښوونه کوم چې په مدیترانه کې د غزې په سواحلو کې د یو موقتي بندر د پرانیستلو د چارو مشري وکړي ترڅو له دې لارې په زیاته اندازه خوراکي توکي، اوبه درمل او موقتي سرپناوې ولیږدول شي."

بایډن وویل چې که څه هم امریکايي ځواکونه به ددغو بشري عملیاتو مسئولیت په غاړه ولري، خو غزې ته ددغو ځواکونو داخلېدو ته به اړتیا نه وي.

بایډن پخپلې وینا کې د فلسطیني ملکیانو وژل کیدو په هکله وویل چې ټول وژل شوي د حماس ډلې غړي ندي بلکې میرمنې او ماشومان هم پکې وژل شویدي او دا یې د اسرائیل مسؤلیت وباله چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لا ډیر اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه: " په غزې کې تر ۳۰ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې د حماس غړي نه و. زرګونه یې بې ګناه میرمنې او ماشومان دي. نجونې او هلکان یتیمان شوي. نږدې دوه میلیونه فلسطینیان د بمبارۍ لاندې دي او بې کوره شویدي. کورنۍ د څښاک اوبه، خواړه او دارو درمل نلري. دا حالت زړه ماتوونکی دی."

متحده ایالاتو تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره غزې ته د هوا د لارې د مرستو رسول پیل کړل او واشنګټن ژمنه کړې چې دا مرستې به دوام ولري.

بایډن وویل په غزه کې جګړه په اسرائیل د حماس "ترهګرې ډلې" د اکتوبر اوومې له برید وروسته پیل شوه چې شاوخوا ۱۲ سوه تنه پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

جو بایډن د یو شمیر امریکایي اتباعو په هکله هم وغږید چې لا هم د حماس سره برمته دي او ژمنه یې وکړله چې تر څو یې دا برمته شوي کسان نه وي خوشې کړي، ارام به نه کښیني.

د اوکراین جګړه

بایډن د وینا پیل د اوکراین سره د مرستو په دوام او د روسیې په ولسمشرولادمیر پوتین له انتقادونو څخه وکړ.

بایډن ټینګار وکړ چې که متحده ایالات اوکراین ته وسلې ورکړي او تر څنګ یې ودریږي، کیف کولی شي چې د روسیې د ولسمشر پوتین په مخکې ودریږي.

بایډن وویل : "که متحده ایالات په شا شي، اوکراین به د خطر سره مخ شي، اروپا به د خطر سره مخ شي، ازاده نړۍ به د خطر سره مخ شي او هغو کسانو ته به زړه ورکړي چې غواړي مونږ ته زیان ورسوي. پوتین ته زما پیغام ساده دی: مونږ به په شا نشو، مونږ به سر ټیټ نکړو، زه به سرټیټ نکړم."

ښاغلي بایډن پداسې حال کې د اوکراین سره د مرستو په دوام خبرې وکړلې چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د کیف سره د واشنګټن د مرستو مخه نیولې ده.

کډوالي، سقط جنین، اقتصاد او د وسلو کنټرول بیا هغه کورني موضوعات و چې ولسشمر بایډن پخپلې کلنۍ وینا کې پرې خبرې وکړلې.

هغه پر مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقادونه هم وکړل او دا ژمنه یې وکړله چې د ټولو امریکایانو مشر به وي.

د امریکا کورنۍ مسئلې

بایډن وویل چې د پخوا په پرتله اقتصاد ښه روان دی، په میلونونو کسانو ته کاروبارونه پیدا شوي او د انفلاسیون د نهو څخه دریو فیصدو ته راټیټ شوی.

بایډن همدارنګه وویل چې د رغونې ټولې چارې به پخپله امریکایي کارګران کوي او مواد به هم پخپله د امریکا تولید وي.

د سرحدي کنټرول او کډوالۍ په هکله بیا ښاغلي بایډن د یوې لایحې یادونه وکړله چې د کانګرس جمهوري غوښتونکو یې مخه نیولې.

هغه وویل چې دا لایحه به د جنوبي سرحد ستونزه حل کړي، د اجنټانو شمیر به ډیر شي او د پناه غوښتنې لپاره به لا ډیر افسران وګمارل شي چې په وینا یې، په محکمو کې به د شپږو کالونو پر ځای د پناه غوښتنې قضیې په شپږو میاشتو کې حل او فصل کیږي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG