د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په باب د افغان حکومت د دریځ څخه پراخه ملاتړ


په کابل د طالبانو د بریدونو پس جمهوررئیس غني له پاکستان وغوښت، به دغه هیواد کې دې د افغان حکومت په وړاندې د بغاوتګرو مخه ونیسي
په کابل د طالبانو د بریدونو پس جمهوررئیس غني له پاکستان وغوښت، به دغه هیواد کې دې د افغان حکومت په وړاندې د بغاوتګرو مخه ونیسي

یو شمېر افغان سیاستوالو، د ولسي او مشرانو جرګو ځینو غړو د پاکستان په وړاندې د ولسمشر او اجرائیه رئیس د تېرې ورځې د څرګندونو ننګه وکړه.

خو ځینې څېړونکي بیا وايي، چې دا ډول څرګندونې ځای نه نیسي او افغان حکومت دي عملي ګامونه واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د پاکستان په وړاندې د تېرو لسو میاشتو د معمول په خلاف نوې څرګندونې لرلې او د دغه هیواد په وړاندې یې نوی دریځ ونیو.

ولسمشر غني وویل چې افغان حکومت د سولې امید درلود، خو د پاکستان په ځمکه کې د افغانستان په خلاف د جنګ اعلان کیږي، چې د یوه ګاونډي سره څرګنده دښمني ده.

اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا وویل د سولې خبرو ته دې بیا کتنه وشي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې امریکا غږ وویل "دواړو اوس درک کړې، چې اصلي ستونزه چېرې ده او له دغو څرګندونو ملاتړ کوو".

د مشرانو جرګې مشر وايي، د حکومت له خوا باید خلکو ته د افغانستان دښمن وپېژندل شي، او تېره ورځ ولسمشر په یو شکل خلکو ته دښمن معرفي کړ.

د مشرانو جرګې رئيس وايي، افغان حکومت باید وپوهیږي، چې جنګ اصلا له پاکستان سره دی.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی عبدالقادر ځاځی بیا وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو پاکستان سره دوستي وکړه خو له هغه هیواد نه په افغانستان بریدونه و نه درېدل.

عبدالقادر ځاځي وطندوست وویل" کله چې ولسي جرګه له تعطیلاتو را ستنه شي، په حکومت به فشار راوړو، چې د یو وخت لپاره له پاکستان سره ډيپلوماټیکي اړیکې پرې کړي."

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، افغان حکومت د پاکستان په وړاندۍ په پالیسۍ کې تغییر راوستی دی.

جاوید فیصل وویل "له پاکستان غواړو چې له مونږ سره د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي، که دا کار و نه شي، نو له افغانستان نه هم څوک د یوه ښه همسایه تمه دې نه لري."

ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې راتلوونکې پنجشنبه به پاکستان ته یو پلاوی ولیږي، او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ورسره ژمنه کړې، چې د ترهګرۍ په وړاندې یو عملي پلان جوړوي.

په لندن کې د افغانستان پخوانی سفیر احمد ولي مسعود وايي، افغان حکومت پاکستان سره ژر دوستي پیل کړه او نن پدغه دوستۍ پښېمانه ښکاري.

احمد ولي مسعود وویل "پرون دوی وویل چې مونږ اشتبها کړې ده، نو اوس له پرون راهېسې تر بلې هفتې پورې ایا پاکستان دومره ژر اماده کیږي، چې دوی هئیت ورته ولیږي، دا بله اشتبها ده."

په کابل کې د جمعې په شپه د شاه شهید پېښه، څو نورې چاودنې او په ځینو ولایتونو کې وروستیو ناامنیو تېره ورځ د ملي یووالي د حکومت مشران اړ کړل، چې د پاکستان په وړاندې داسې غبرګون وښيي

XS
SM
MD
LG