د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن زوی د خپل پلار وژنه وغندله


د بن لادن زوی د خپل پلار وژنه وغندله
د بن لادن زوی د خپل پلار وژنه وغندله

پرون د اسامه بن لادن زوي د امریکا په لاس د خپل پلار وژنه په کلکه وغندله. هغه د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په خلاف شدید الفاظ استعمال کړل او دا داعا یی دلوده چی امریکاییانو د پاکستان په خاوره کی ددی برید په تر سره کولو قانون مات کړی دی.

د بن لادن څلورم زوی ۳۰ کلن عمر وویل چی هغه د خپل پلار څخه د ۲۰۰۱ تر برید یو کال مخکی د انزجار او بیزاری په ترڅ کی جلا شوی و خو زیاته یی کړه چې پلار یی بیا هم ورباندی ډیر گران و.

عمر بن لادن نن د خپلی کورنی د ځینو نورو غړو سره یو ځای یوه اعلامیه خپره کړه چی پکی هغه د امریکا دا برید د قتل یوه دسیسه وبلله. هغه ددی ترڅنگ د بن لادن د دریو میرمنو د خوشی کولو غږ هم وکړ.

القاعدې امریکا ته خبرداری ورکړی

په یمن کی د القاعده د شبکی مشر امریکا ته خبر داری ورکړی چی په پاکستان کی به د اسامه بن لادن د وژنی غچ د گڼو بریدونو په ترڅ کی واخلی.

په هغه بیان کی چی په یمن کی دالقاعده مشر ناصر ال واحیشي په انترنت کی خپره کړی ویل شوی چی د جهاد سکروټی اوس تر بل هر وخت روښانه سری او تودی دي.

XS
SM
MD
LG