د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن زوی د غچ اخیستلو هوډ لري


د اسامه مړی له اسلامي مراسمو وروسته سمندر ته وغورځول شو
د اسامه مړی له اسلامي مراسمو وروسته سمندر ته وغورځول شو

د القاعدې د ترهګرې ډلي د پخواني مشر اسامه بن لادن ۲۵-کلن زوی حمزه بن لادن ګواښنه کړې ده چې له امریکا نه به د خپل پلار د وژلو غچ اخلي.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو لخوا ووژل شو. اسامه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د ۱۱ نیټې د بریدونو سربیره په نورو ګڼو وژنو او جرایمو تورن و.

د اسوشیتد پرس په لیکنه چې حمزه په یوه غږیږ پیغام کې خبرداری ورکړی چې القاعده ډله به خپل جهاد ته د تېر په څېر دوام ورکړي.

د حمزه بن لادن د اوسیدلو ځاې څرګند ندی خو ځيني شنونکي ګومان کوي چې هغه غواړي د القاعدې د ډلې مشري ترلاسه کړي.

د اسامه تر وژل کیدلو وروسته مصری ایمان الظواهري د دغې ډلې مشري کوي.

د القاعدې ډلې د طالبانو نوي مشر مولوي هبت الله ته بیعت کړی دی.

اسامه بن لادن درې ماندینې لرلې او حمزه د خیریه الصبر زوی دی چې په خټه له سعودي عربستان ده.

XS
SM
MD
LG