د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې توره جمعه


Newly elected Pope Francis waves from the steps of the Santa Maria Maggiore Basilica in Rome, March 14, 2013.
Newly elected Pope Francis waves from the steps of the Santa Maria Maggiore Basilica in Rome, March 14, 2013.

که چیرې تاسو دغه مضمون د سرلیک پر اساس باندي ارزیابي کړیْ، او په بشپړه توګه یې و نه لولۍ نو ښايي داسي برداشت مو وي چې توره جمعه حتماْ د کوم ناورین نوم دی چې په آمریکا کې رامنځ شوی دی. خو برعکس داسي نه ده، توره جمعه یا بلېک فرایدې د شکرانې د ورځې وروسته په آمریکا کې لمانځل کېږي.

په آمریکا کې هر کال د نومبر په څلورمه اونۍ کې د پنجشنبې ورځ د تنکس ګیونګ یا شکرانې ورځ وي چې په دې ورځ حکومت د عمومي رخصتۍ اعلان کوي او خلګ د خپلو دوستانو او خپلوانو سره یوځای دغه ورځ لمانځي.

دې ورځې ته په عامه خلګ د فیل مرغ د ورځې خطاب هم کوي ځکه په دې ورځ په هرې کورنۍ کې فیل مرغ پخیږي چې په دې سره هر کال د تینکس ګوینګ یا د شکرانې په ورځ په لسګونو میلیونه فیل مرغان په امریکا کې مصرفېږي.

د شکرانې د ورځې وروسته د تورې جمعې ورځ راځي چې دا ورځ د عیسوي اختر یا د کریسمس دپاره د پلورلو او رانیولو پیل دی. په دې ورځ په امریکا کې زیات شمیر دوکانونه ډیر وختي خلاصېږي او خلګو ته شیان په ډیرې کمې بیې ورکول کېږي چې د کریمس دپاره بازار پرانیستل شي.

لکه څنګه چې مو مخکي وویل چې دا ورځ د شکرانۍ د ورځې وروسته راځي او د شکرانۍ ورځ د نومبر د میاشتې په څلورمه پنجشنبې وي نو توره جمعه یا بلېک فرایډې هم د نومبر د ۲۳مې نېټې او ۲۹مې نېټې په منځ کې راځي.

پر دغه ورځ باندي د تورې جمعې نوم د امریکا د پینسیلوانیا ایالت د فیلاډیلفیا په ښار کې وروسته له هغه نه کښیښودل شو چې په کال ۱۹۶۶ کې په دې ښار کې دومره د ترافیک ګڼه ګوڼه زیاته شوه چې پولیسو پرې د تورې جمعې نوم کښېښود.

وروسته دا ورځ په ۱۹۶۰ لسیزه کې کرار کرار په ټوله امریکا کې رایج شوه. په دې ورځ د توکو بیه ډیره راکښته کېږي او په اصطلاح د ۱۰۰۰ افغانیو شی په ۲۰۰ افغانی پیدا کېږي.

خلګ دغې ورځ ته منتظره وي او په همدغه ورځ کمرې، کمپیوټرونه او نور د ضرورت وړ شیان رانیسي. له بسي چې د خلګو شمیر زیات وي نو هرڅوک هڅه کوي چې پر وخت مغازو ته ورننوزي او د خپلې خوښې شی پیدا کړي.

په کال ۲۰۰۸ کې د نومبر پر ۲۸مه نېټې د نیویارک ایالت په یوې مغازې کې د خلګو د ګڼې ګوڼۍ له کبله د مغازې یو ساتونکی هغه وخت تر پښو لاندي شو او ووژل شو چې مشتریان مغازې ته ورننوتل او دغه شان داسي نورې پېښې هم په دې ورځ شوي چیري چې خلګ تر پښو لاندي شوي دي او ژوبل شوي دي. خو ددې ټولو برسیره د احصایو له مخې دغه ورځ په ټول کال کې د دوکاندارانو دپاره تر ټولو پر درامده ورځ وي او د مشتریانو دپاره ترټولو ارزانه.

د بلک فرایدی په ورځ په ټوله امریکا کې بیروبار وي او خلګ بیلابیلو مغازو ته د سودا اخیستلو لپاره راوځي.

XS
SM
MD
LG