د لاس رسي وړ اتصالات

ډیر خلک د خپلې وینې د فشار او د کولسترول په کچه نه پوهیږي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي په نړۍ کې هر کال ١٧،٥ میلیونه خلک د قلبي ناروغیو له وجې مري
د روغتیا نړیوال سازمان وایي په نړۍ کې هر کال ١٧،٥ میلیونه خلک د قلبي ناروغیو له وجې مري

د بدن د وینې د فشار او د کلوسترول د کچې په اړه معلومات د انسانانو د زړه د ناروغۍ د څرنگوالي لپاره خورا مهم دي.

په برتانیه کې یوه نوې څیړنه ښي هغه کسان چې آنلاین د قلبي ناروغۍ د خطر په اړه معلومات ترلاسه کوي اکثراً د خپل زړه د روغتیا د تشخیص په دوو مهمو فکتورونو "د وینې فشار او د کلوسترول د کچې" په اړه نه پوهیږي.

څیړونکو د یو عشاریه څلور میلیونو کسانو معلومات څیړلي دي چې د برتانیې د ملي روغتیایي خدمتونو ویبپاڼې ته د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ورغلي وو.

دغې ویبپاڼې ته د ورغلو کسانو څه کم نیمایي د خپل زړه د تشخیص پوره پړاونه بشپړ کړي دي، خو د دوی په وینا له دغو کسانو څخه هم پنځوس فیصده یې د خپلې وینې د فشار په اړه نه دي پوه او ٧٩ فیصده یې د خپل بدن د کلوسترول د کچې په هکله څه نه دي درج کړي.

د لندن د پوهنتون ډاکتر ریاض پتیل چې دغه څیړنه یې لیکلې وایي د یو شخص د وینې د فشار او د کلوسترول د کچې له پوهاوي پرته مشکله ده چې څوک د خپل قلب د روغتیا په اړه یو سم تشخیص ترلاسه کړي.

ډاکتر پتیل وایي "مونږ هیله من یو چې دغه انټرنیټي آسانتیاوی خلک دې ته وهڅوي چې د خپل قلب د روغتیایي حالت په اړه پوه شي او بیا متخصیصینو ته مراجعه وکړي چې د خطر د عواملو درملنه یې وشي".

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې هر کال ١٧،٥ میلیونه خلک د قلبي ناروغیو له وجې مري چې په نړۍ کې د مجموعي مړینو ٣١ فیصده جوړوي. اکثر دغه مړینې د زړه یا مغزي سکتې له وجې دي.

لومړنۍ قلبي او مغزي حملې اکثر د مخنیوي وړ دي. د ژوند بڼه او انتخاب لکه پوره ورزشي تمرینونه، صحي خواړه او د تنباکو له استعمال نه ډډه کول مرسته کولای شي. د خطري فکتورونو څارل لکه د وینې لوړ فشار، لوړ کلوسترول او د وینې د شکرې لوړه کچه خورا مهم دي.

څیړونکو د سپتانبر په ٢٨ په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ٥٧٥٧٨٢ مراجعینو چې په دغه ویبپاڼه کې یې د خپل زړه د عمر د محاسبې لپاره پوره معلومات درج کړي دي، له هغوی څخه د ٧٩ فیصدو قلب د هغوی د حقیقي عمر په پرتله زوړ و.

د څیړنې لیکوونکي وایي دغه نتیجې څرگندوي چې حتی ښایي هغه کسان چې ځوانان دي او داسې گڼل کیږي چې د قلبي ناروغۍ له خطر سره مخامخ نه دي، هغوی هم زیاتو معاینو ته اړتیا لري.

د بالتیمور د پوهنتون یو څیړونکی ډاکتر تیموتي پلانیت چې په دې څیړنه کې شریک و، وایي خلک باید ډاکتر ته مراجعه وکړي چې د وینې د فشار او د کلوسترول د لوړې کچې په څپر د خطري فکتورونو په هکله په تیاره کې پاته نشي.

XS
SM
MD
LG