د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې په غبرګو چاودونو کې ۳۸ کسان وژل شوي


چاودنې په استانبول کې د فوټبایل د سیالیو پر وخت شویدي.
چاودنې په استانبول کې د فوټبایل د سیالیو پر وخت شویدي.

په ترکیه کې ملي ویر اعلان شوی دی. دغلته په یو لړ چاودنو کې ۳۸ تنه ووژل شول او ۱۵۵ تنه ژوبل شول. د ترکيې بیرغ به په ټول هېواد کې نیم ځوړند وي.

چارواکي وایي دغه دوه چاودنې د استانبول په ښار کې د فوټبال د یو میدان نه بهر شویدي.

پولیس وایي یوه د موټر بم چاودنه او بله یې احتمال شته چې ځانمرګی برید وي.عیني شاهدان وایي د چاودنې نه وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شویدي.

چاودنې د شپې په لس نیمو بجو هغه وخت وشولې چې د فوټبال په میدان کې لوبه روانه وه. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي په وژل شویو کې اوه ویشت یې د پولیسو افسران او دوه یې ملکیان دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي چې دغه بریدونه یې کړیدي خو د دې نه وړاندې په ترکیه کې چې کوم بریدونه شویدي، چارواکو یې ملامتي یا په داعش او یا په کردي یاغیانو اچولې ده.

ترکیه د امریکا په مشرۍ د هغه ائتلاف غړی هیواد دی چې په عراق او سوریه کې په اسلامي دولت یا داعش ډلې هوايي بمبارۍ کوي. د دې هیواد پوځ په جنوب ختیځ کې د کردستان د کارګر ګوند د یاغیانو سره هم په جګړو اخته دی.

پولیس وایي د پیښې په تړو ا یې لس مشکوک کسان نیولي دي. د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " نن مو بیا په استانبول کې د ترهګرۍ ناولی مخ ولیده چې ټول ارزښتونه او اخلاف د پښو لاندې کوي."

XS
SM
MD
LG