د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې ځانمرګی برید شویدی



پولیسانو دکورنېو چارو وزارت کې له خانمرگي برید نه وروسته د نېژدې امنېتی پوستی امنېت ټینگ کړیدی

پولیسانو دکورنېو چارو وزارت کې له خانمرگي برید نه وروسته د نېژدې امنېتی پوستی امنېت ټینگ کړیدی

د کورنیو چارو د وزارت په ځانمرګي برید کې لږتر لږ شپږ کسان وژل شوي دي. د اسو شېتېد پریس خبري اژانس لیکي چی ځانمرگي نظامی ېونېفورم اغوستی و.

د روېټرز خبري اژانس لیک چې د طالبانو ېو ځانمرگي بریدگر د افغانستان د کورنېو چارو په وزارت کې چې د کابل په مرکز کې پروت دی، ځان په بم الوزولی دی او شپږ تنه پولېسان ېې له ځان سره وژلي دي.

د تشدد په پېښو کې دا تازه پېښه ده چې د اپریل د پنځمې نېټی له انتخاباتونه مخکې سرته رسېږي.

د کورنېو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ووېل چی بم چوونکی له څو امنېتی پوستونه تېرشوی و چی د وزارت دروازی ته ېې ځان ورساوه او ځانمرگی برید ېې وکړ.
کله چې هغه ېو څو تنه پولیسان ولیدل، نو سمدلاسه ېې خپل بم وچاوه، ځکه دا دهغه لپاره ناممکنه وه چې وزارت ته د چاودونکېو موادو له واسکټ سره ننوزي.

طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی ده او په ېوه برېښنالیک کې ېې ویلي دي چې بم چوونکی د کورنېو چارو د وزارت له امنیتی حلقی نه تېر شوی و.

د اسوشېتېد پریس خبري اژانس لیکی چی برید کوونکی له څو امنېتی پوستو نه تېر شو او د کورنېو چارو وزارت دروازې ته ورسېد. دکورنېو چار دوزارت ېوه بېانېه وايی چې بم چوونکی له نور کسانو سره چې ېونېفورمونه ېې اغوستي و، د وزارت محوطې ته ور داخل شو.

ېوه عیني شاهد محمد کریم وویل چې دی د دروازې په لوري روان و چې د چاودنې په زور بېرته وغورځول شو. پولیسو بېا وروسته دی او نور خوندي کوټې ته بوتلل.

د روېټرز خبري اژانس لیکی چی له دغه ځانمرگي برید نه وروسته سخت امنېتی ترتېبات نیول شویدي.

ېوه بل عېنی شاهد وویل چې د ماسپښېن دوه نېمی بجې به وې چې زه د وزارت له زېنو نه ښکته کېدلم چې کورته ولاړشم چی د چاودنی غږ مې واورېد، تردې ورو سته ما بېرته د خپل دفتر په لوری منډه کړله. خو اوس ماته دا فرصت په لاس راغی چې له وزارت نه ووزم. زه پولیسو تالاشي کړم.

رپوټ وايي دابرید ېوه ورځ وروسته له هغه نه وشو چې په افغانستان کې دانتخاباتو لپاره کارتونو وېشل پایته ورسېدل. دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان په تاریخ کې په په دیموکراتیک ډول د قدرت د انتقال لپاره لاره هواره شي.
XS
SM
MD
LG