د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي


تراوسه د افغانستان د بشر حقونو د خپواک کمیسیون پر کارکونکو د برید مسولیت لا چا به غاړه نه دی اخیستی
تراوسه د افغانستان د بشر حقونو د خپواک کمیسیون پر کارکونکو د برید مسولیت لا چا به غاړه نه دی اخیستی

نن په جلال اباد ښار کې دافغانستان د بشر حقونود کمیسیون پر کارکونکو چاودنې دوه کسه ووژل او شپږ یې زخمیان کړل.

په ختیځ زون کې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون دکارکونکو پر موټر دسرک غاړې ماین چاودنې ددغه کمیسیون کارکونکي وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي دي.

دغه پېښه نن سهار په اته نیمو بجو دجلال اباد ښار دڅلورمې ناحیې اړوند په روښان مېنه کې پر غځېدلي سرک شوې ده .

په ختیځ زون کې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې صبرینه حمیدي امریکا غږ ته وویل،چې ددفتر کارکونکي یې په یوه ټونس موټر کې دفتر ته پر لاره وو،چې ماین پرې چاودلی دی .

هغې وویل:"په دغې پېښه کې دماشومانو دڅانګې مرستیا او دپلټنې او بر رسۍ دڅانګې مشر وژل شوي دي".

صبرینې همدا راز وویل چې په ټپیانو کې دښځو دبرخې مسوله هاشمه شریف هم شامل ده،چې روغتیايي حالت یې داندېښنې وړ دی .

دننګرهار دعامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي له دغې پېښې ورته شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي ،چې دپېښې دعاملینو موندلو او نیولو پسې یې لټه پیل کړې ده .

نوموړی وايي چې دخیریه ادارو دکارکونکو امنیتي خوندیبتوب ته جدي پام کوي.

دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون دیوې اعلامیې له لارې ددوی پر کارکونکو برید په کلکه غندلی او دا کار یې غیر انساني ګڼلی دی .

اعلامیه کاږي،چې ښکېلې خواوې دې ، ملکي وکړي او دبشري حقونو مدافعین دې نه په نښه کوي.

دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان حکومت غږ کړی چې ددوی دکارکونکو امنیتي خوندیتوب ته په جدي توګه پام وکړي.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

څو ورځې وړاندې دجلال اباد ښار شېرزي لوبغالي ته څېرمه دیونیسیف نړیوالې ادارې په ساتونکي موټر هم برید شوی وچې مرګ ژوبله یې اړولې وه .

XS
SM
MD
LG