د لاس رسي وړ اتصالات

یوې چاودنې د ننګرهارد ولایتي شورا غړې ټپي کړې ده


 میرمن انګیزه د ښه علاج لپاره کابل ته په چورلکه کې لیږدول شوې ده.
میرمن انګیزه د ښه علاج لپاره کابل ته په چورلکه کې لیږدول شوې ده.

په جلال اباد کې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوي او د ننګرهار د ولایتي شورا د یوې ځوانې استازې انګېزې شینوارې په ګډون یې اوه تنه ټپیان کړي چې پنځه یې د انجونود یو ښونځي زده کوونکې دي..

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن د سې شنبې په ورځ غرمه یوه بجه دجلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې د ولایتي شورا د غړې انګېزې شینوارې پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د میرمن انګیزې د موټر چلونکی وژل شوی او د میرمن شینوارې په ګډون پکې شپږ انجونې زده کونکې ټپیانېشوي دي.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي وویل، چې دا چاودنه د یوه چسپکي بم د ځای پر ځای کېدو له امله رامنځ ته شوې ده .

دننګرهار روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر امریکا غږ ته وویل ،چې د دغې چاودنې له ځایه ورته یو مړی او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

ډاکټر همایون زهیر وویل چې په دغه چاودنه کې د ټپي شوې ولایتي شورا د استازې پښې پرې شوي او دیوه بل ټپي روغتیایي حالت هم نازکه دی.

چاودنه د بې بي هوا انجونو د لېسې مخې ته هغه وخت شوې، چې له دغه ښوونځي زده کوونکي د کور په لور تلل.

د بې بي هوا انجونو د لېسې سره نژدې د ملي امنیت ریاست یو دفتر هم موقعیت لري.

دننګرهار ولایت د معارف ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل، چې په پېښه کې د د غه ښونځي پنځه انجونې هم ټپیانې شوي دي.

تر ددغه پېښې مسولیت چا په غاړه ندی اخستی .

د ننګرهار د ولایتي شورا دغه ښځینه استازې په ننګرهار ولایت کې له اوږدې مودې راهیسې د مدني ټولنې فعالې په توګه کارونه مخ ته وړل او د یو څه وخت لپاره یې په دغه ولایت کې د سیمه ایزو رسنیو سره هم کار کړی دی.

د راپورونو له مخې میرمن انګیزه د ښه علاج لپاره کابل ته په چورلکه کې لیږدول شوې ده.

XS
SM
MD
LG