د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي بن تیروتنې او په دویم بن کې یې اهمیت


د لومړي بن تیروتنې او په دویم بن کې یې اهمیت
د لومړي بن تیروتنې او په دویم بن کې یې اهمیت

لس کاله مخکي نړیوالې ټولنې د طالبانو د رژیم د وړنګیدو نه وروسته د بن غونډه وکړه چې په کښي د بیلابیلو هیوادونو ډیپلوماتانو پر دې بحث وکړ چې په افغانستان کې به څه ډول یو انتقالي حکومت رامنځ ته کوي او مشري به یې د چا په غاړه وي. ځیني کارپوهان وايي چې د بن لومړۍ کفنراس ځکه یو بشپړ بهیر نه و چې په کښي د افغانستان ټولو دخیلو خواوو حضور نه درلود او له همدغې وجې د افغانستان منازعه لس کاله پسي وغځیده. داچي دغه مسله تر څه بریده حقیقت لري زمونږ همکار حسیب الکوزي د سیاسي چارو د یو لړ مبصرینو سره پرې خبري کړي دي.

نن د دوشنبې په ورځ د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان راتلونکي په هکله یوه نړیواله غونډه جوړه شوه. دا غونډه په داسي حال کې جوړه شوه، چې افغانستان خپل د تاریخ په یوې اساسې شیبې کې دی چې د یوې خوا نه باید ځان تکړه کړي چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه و اخلي او د بلي خوا نه خپلې لس کلنې شخړې ته یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

لس کاله مخکي هم د بن په ښار کې د افغانستان په هکله یوه غونډه وشوه چې په لړ کې یې دافغانستان موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته شول. د چارو ځیني کارپوهان په دې آند دي چې نړیوالې ټولنې هغه وخت یو لړ تیروتنې وکړې. ددغو کارپوهانو له جملې نه یو یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استاځي لخدر ابراهیمي دی.

هغه داسي وايي:،،دا مشکله وه چې د بن په کنفرانس کې مو طالبان درلودلي وای. هغوي تازه ځپل شوي وو او تیت وپرک شوي وو. دا ډیره ګران وه چې هغوي بلل شوي وای. حتی که هغوي ته بلنه هم ورکړل شوې وای نو هغوي نه منله. زما په نظر ستره سهوه هغه وه چې زه یې ګناه بولم. لومړۍ دا چي کله مونږ په ۲۰۰۱ کال کې په ډیسمبر کې افغانستان ته ولاړو، مونږ د طالبانو سره د روغې جوړې په خاطر هیڅ ونکړل او دویم دا چي فکر کوم که مونږ په ۲۰۰۲ کې د بیا پخلاینې بهیر پیل کړی وای چې اوس مو شروع کړی دی نو حالات به د اوس په پرتله بل ډول وای،،.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون پروفیسور، ودیر صافی هم د ښاغلي ابراهیمي د څرګندونو سره موافق دی او وايي چې هغه وخت حالت بل ډول وو او د طالبانو سره خبري ستونزمنې وې.

ښاغلي صافي داسي وویل ،،په هغه وخت کې د افغانانو هر اړخیز ګډون په پام کې نه و نیول شوی چې دا یو نقص و او په هماغه دلیل یو شمیر ډلو د بن د لومړي کنفرانس پریکړې په نظر کې ونه نیولې او تر دا اوسه پوري خپل مخالفت ته دوام ورکوي. که چیري د طالبانو استاځي په وخت کې هلته حاضر وای نو دا به ډیره ښه خبره وای، خو زما په آند دې خبري په هغه وخت کې امکان نه درلود چې د طالبانو استاځي دي هلته حضور ولري، ځکه داسي طرحه ریزي شوې وه چې د طالبانو رژیم له منځه ولاړ شي.،،

بل پلو بیا پاکستانی مشهور لیکوال او د روانو چارو مبصر، احمد رشید وايي چې د لومړي بن عمده ستونزه دا وه چې په کښي د افغانستان بیلابیل قومونو ته په یوه سترګه ونه کتل شول.

هغه داسي وايي: ،،طالبان خو پرېږده، د بن په لومړي کنفرانس کې د پښتنو کافي استاځیتوب لا نه وو او زما په آند دې مسلې وروسته ستونزې جوړې کړې. د بن په لومړي کنفرانس کې سره له دینه چې ولسمشر کرزی، پښتون دی حکومت تر زیاته بریده د شمالي ټلوالې په لاس کې و.،،

ویل کېږي چې د طالبانو سره د سولې د خبرو مسله به د بن په راتلونکي کنفرانس کې یوه عمده مسله وي. دا چي د نړیوالې ټولنې دریځ به په دې هکله څه وي او آیا د سولې د بهیر نه به ملاتړ وکړي کنه او که ویې هم کړي نو دغه ملاتړ به پر کوم میکانیزم بنا وي، دا به نن په غونډه کې څرګنده شي. خو زیات شمیر ماهرین وايي چې د افغانستان ستونزې ته نظامي نه بلکې سیاسي حل لاره په کار ده چې په کښي د حکومت د مخالفینو سره د خبرو مسله هم شامله ده خو دا کار پېچلی دی.

جیسن کمپیل په واشنګټن کې د راند په څیړنیز مرکز کې د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوه دی.

هغه د طالبانو سره د خبرو د مسلې د امکان په هکله سره له دینه چې د سپتمبر په میاشتې کې یوه ځانمرګه برید کونکي د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني وواژه داسي وايي: ،، دا پرته له شکه امکان لري چې د طالبانو سره خبري وشي، خو آسانه کار نه دی بلکې ډيره پیچلې مسله ده، ځکه نه یواځي داخلي د حکومت ضد کړۍ په کښي دخیلې دي، بلکې د افغانستان ګاونډیان په کښي دخیل دي او خپلې ګټې د سولې د بهیر په څرنګوالي کې ګوري. په همدغه دلیل د سولې په بهیر کې په هغه ډول چې باید پرمختګ شوی وای، نه دی شوی،،.

د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر بیا وايي چې دی تمه نلري چې د افغانستان په هکله د بن په نړیوال کنفرانس کې دي د افغانستان د سولې مسله په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي او د افغانستان ستونزو ته دي د حل لاره پیدا شي.

هغه داسي وايي: ،،زه دا توقع نلرم چې د افغانستان په هکله دویم د بن کنفرانس دي د افغانستان د سولې مسله د ټولو ابعادو سره وڅیړي او یوې مطلوبې پایلې ته دي ورسېږي ځکه په دې برخه کې موضوع ډيره څرګنده او واضیح ده او هغه دا چي هیڅکله به افغانستان ته سوله رانشي ترڅو زمونږ ګاونډیان په صادقانه توګه د ترهګرو د ملاتړ نه لاس وانخلي.،،

داسي ریپوټونه خپاره شوي دي چې د طالبانو پخواني لوړ پوړي چارواکي چې اوس عادي ژوندانه ته راستانه شوي دي، د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې به ګډون وکړي، دا چي د دوي ګډون به په دې کنفرانس کې د حکومت پر وسله والو باندي اغیزه وکړي کنه اوهغوي به دې ته وهڅوي چې د سولې خبرو ته کښیني کنه پخوانی د کورنیو چارو وزیر داسي وايي ،،لومړۍ په دې اړه د کوربه هیواد جرمني او د افغانستان د حکومت دریځ واضیح نه دی. له دوي نه مو بیلابیلې خبري اوریدلي دي. دویم دا چي په هیڅ صورت کې د دوي یا د کوټي د شورا یا د میرانشاه نه د څو کسانو ګډون نشي کولای چې وضعی ته تغییر ورکړي. اصلي مسله دا ده چې د طالبانو وجود، امکانات، توان او تحرک په یو لړ دولتي سیاستونو پوري اړه لري، ترڅو چې په دغو سیاستونو کې بدلون رانشي تاسو به په طالبانو کې بدلون ونه وینیْ.،،

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې یو ډول غوښتنې دي او د حکومت د مخالفینو بل ډول غوښتنې دي. د حکومت مخالفین وايي چې د هر ډول مزاکرې نه مخکي دي نړیوالې قواووې د افغانستان نه ووځي، افغان حکومت بیا وايي چې طالبان دي خپلی وسلی پرځمکه کښېږدي، دافغانستان اساسي قانون دي ومني او احترام دې وکړي بیا کولای شي چې د سولې خبري وکړي او ټولنې ته په آزاده توګه راستانه شي او خپل ژوند پيل کړي. دا چي دواړې خواووې به خپل په دریځونو کې تغییر راولي او د سولې د پاره به د ځینو مسایلو نه تیر شي کنه، دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکي ته معلومه ده

XS
SM
MD
LG