د لاس رسي وړ اتصالات

په فساد تورن چارواکي د تیښتې په مهال ونیول شول


تورنو کسانو غوښتل چې تاجکستان ته وتیښتي

تورنو کسانو غوښتل چې تاجکستان ته وتیښتي

په بدخشان کې سرحدي پولیسو د دوشنبې په ورځ د ښارجوړونې د وزارت درې ممنوع الخروج کارکوونکي چې غوښتل یې ددغه ولایت له لارې تاجکستان ته وتښتیې، ونیول.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ښارجوړونې د وزارت درې ممنوع الخروج کارکوونکو نن سهار د یو سیمه ایر لارښود په مرسته غوښتل چې تاجکستان سره په سرحد کې د بدخشان د شغنان د ولسوالۍ له لارې تاجکستان ته واوړي په دغه ولسوالۍ کې د میشتو سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي فروتن وویل " دا نیول شوي کسان د ښارجوړونې د وزارت د کور جوړونې د تصدۍ رئیس احمد تواب بختیار، د ښارجوړونې د وزارت د اپارتمانونو د انسجام مالي مسوول سید امان سادات او د ښارجوړونې د اپارتمانونو د انسجام رئیس محمد امین قانع دي همداشان یو تن چې دا کسان یې د کابل څخه تر شغنان پورې د تاجکستان تر سرحد رسولي دي د بدخشان د فیض اباد یو اوسیدونکی عبدالغازي دی چې دمخه یې د ښارجوړونې په وزارت کې د ساتوونکي په توګه کار کوه هم نیول شوی او دوی اوس د سرحدي ځواکونو په بند کې دي ".

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم رسنیو سره په خبرو کې د دغو دریو تنو نیول تائید کړي دي.

صدیقي وایي چې دا درې کسان د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانو د امر په اساس پولیسو نیولي دي.

ضدیقي وویل "دا نیول دا ښيي چې مونږ په هرځای کې چې وظیفه ولرو باید چې خپله وظیفه تر سره کړو".

جمهوررئیس رئیس محمد اشرف غني نږدې دوه اونۍ وړاندې د ښار جوړونې د وزارت د شپږو لوړ پوړو مامورینو دندې وځندولې او په دغوشپږ تنو د فساد د تورونو د سپیناوي لپاره یې هغوی د افغانستان عدلي او قضایي ادرو تر تعقیب لاندې راوړل.

همداشان جمهورئیس غني دغه شبږ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل.

تراوسه د پاتو دریو نورو برخلیک لا څرګند نه دی.

په دغو شپږږاڼو باندې د ښارجوړونې د وزارت په چارو کې د پیسو د غبن او بډو اخیستلو تورونه لګول شوي دي.

تراوسه دغو شپږ تنو په خپلو ځانونو د لګیدلو تورونو ادعاوې نه دي رد کړي.

XS
SM
MD
LG