د لاس رسي وړ اتصالات

د بوسنیا خلک د عمومي ماتم لپاره راټول شوي


د یکشنبې په ورځ په زرگونه ماتم کونکي د بوزنیا د سربرینی کا په ښار کې راغونډ شوي وو چې په اروپا کې د دوهمې نړیوالې جگړې نه وروسته تر ټولو دخونړی عمومي وژنې د پنځلسمې کالیزې په وخت د سلگونو قربانیانو د بیا ښخولو په مراسمو کې گډون وکړي.

د مړو خپلوان د ٧٧٥ تابوتونو په خوا کې ولاړ ؤ او یو مسلمان دیني عالم دعا اوروله. یو شمیر تازه قبرونه ددوی په خوا کې کیندل شوي وو.

په داسې حال کې چې د ١٩٩٠مې لسیزې په کلونو کې په بوزنیا کې سخت جنگ روان ؤ، سربرینی کا د ملگرو ملتو لخوا یوه محفوظه سیمه اعلان شوې وه او په زرگونو مسلمانانو د صربي قواو له ویرې دلته پناه راوړې وه. خو د ملگرو ملتو دغه پریکړه څرگنده نه وه چې څنگه خلک وساتي نو د ١٩٩٥ کال د جولای په میاشت کې د بوزنیا صربي قواوو د هالیند له پوستو تیر شول او دغه سیمه یې ونیوله. څارونکي وايي نژدې اته زره مسلمان بوزنیايي ځوانانان او هلکان په نژدې څو ځایونو کې د صربي قواو لخوا اعدام شول.

وروسته د ملگروملتو د هغه وخت عمومي منشي کوفي عنان وویل چې دا د ملگرو ملتو په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ ده. تر اوسه پورې درې زره مړي پیژندل شوي او بیا خاورو ته سپارل شوي دي.

د یک شنبې په ورځ په بوزنیا هرزه گوینا کې د امریکا سفیر چارلس انگلش د جمهوررئیس براک اوباما یو پیغام ولوست. په پیغام کې د حکومتونونه غوښتنه شویده چې د صربي بوزنیايي جنرال راتکو ملادیچ په نیولو کې زیاته هڅه وکړي.

بین المللي عدلي محکمې د بوزنیا د صربی قواوو مشرراتکو ملادیچ په عام قتل محکوم کړیدی. خو دی اوس هم چیرته د بوزنیا او صرب په سرحد کې پټ دی.

دصربستان جمهوررئیس بوری تاچک په دغو مراسمو کې گډون وکړ او وی ویل چې زما گډون د پخلاینې یو عمل دی. بوزنیايي صربانو په دغو مراسمو کې گډون ونه کړ او نه هم د ملگرو ملتو کوم مامور هلته حاضر ؤ.

XS
SM
MD
LG