د لاس رسي وړ اتصالات

بوسنیا کې د عثماني خلافت تړل شوی جومات پرانیستل شو


د فرهاد پاشا جومات د عثماني خلافت د شپاړلسمې پېړۍ د شهکارې معمارۍ نمونه وه.

د فرهاد پاشا جومات د عثماني خلافت د شپاړلسمې پېړۍ د شهکارې معمارۍ نمونه وه.

د عثماني خلافت دغه وران شوی جومات، د ګڼو مذهبونو د مننونکو چې، له پېړیو پېړیو راهیسې یوځای اوسېدل، د بېلوالي په نښې بدل شوی و.

د "فرهاد پاشا" یا "فرهاد دیجا" جومات د عثماني خلافت د شپاړلسمې پېړۍ د شهکارې معمارۍ نمونه وه اود هغو شپاړلسو جوماتونو په ډلې کې و، چې صربي مسیحیانو یې ورانولو ته مټې بډ وهلې وې.

د پخوانۍ یوګوسلاویا له ټوټې کېدو وروسته صربیانو هڅه کوله، چې د بوسنیا دغه برخه په ګاونډۍ صربیا کې ورګډه کړي. هغوی غوښتل د داسې سیمو په ویجاړولو سره د هغو کسانو نښې نښانې ختمې کړي، چې صربي مسیحیانو وژل او شړل یې.

صربي مسیحیانو د "نژاد ختمولو" په دغې پروژې کې یوازې مسلمانان نه په نښه کول، بلکې پر رومن کاتولیک کرواتیانو اوغیر صربیانو یې هم بریدونه وکړل، له کورونو یې وشړل، ودانۍ یې لوټ کړې، و یې وژل او د اجباري کارونو کمپونو ته یې واستول.

د ۱۹۹۵ جنګونه

د ۱۹۹۵ کال په جنګونو کې تر ۱۰۰زرو ډېر کسان ووژل شول او بیا د سولې د یوتړون له مخې دغه هېواد په دوو برخو وېشل شو، چې یو یې د صربیانو برخه شوه، چې بونجا لوکا په کې شامله ده او بله یې د کرواتیانو او مسلمان بوسنیانو برخه وګرځول شوه.

د تړون له مخې، کډوالو ته خپلو کورونو ته د بېرته ستېدو اجازه ورکړل شوه او د فرهاد دیجا د جومات بیا رغول هم د دغې لړۍ یوه برخه وه.

په ۲۰۰۱ لومړي د صربیانو یوې ملتپالې ډلې د جومات د بنسټ د ډبرې د اېښودو مراسم ګډوډ کړ، یو مسلمان یې وواژه او لسګونه نور یې ژوبل کړل. ناټو دغو مراسمو ته ورغلي بهرني سفیران په څرخي الوتکو کې له سیمې وویستل.

د فرهاد پاشا ټوټې

فعالانو بیا د دغه لرغوني ړنګ شوي جومات هغه ټوټې، چې کثافت دانیو او سیند ته غورځول شوې نه وې، راټولې او د کمپیوټرونو په مرسته یې ۳۵۰۰ ټوټې په خپلو ځایونو کې بېرته ونښلولې. د دغه جومات بیارغونه ۱۵ کاله ونیول.

د اسوشیټډ خبري اژانس وايي د شنبې په ورځ، چې د دغه جومات د ړنګېدو ۲۳م کال و، د بوسنیا صربي چارواکو ۱۰۰۰ پولیس سیمې ته واستول، چې د مراسمو امنیت ونیسي. په دغو مراسمو کې د ترکیې تلونکي لومړي وزیر احمد داود اوغلو د بوسنیا مشرانو، بهرنیو سفیرانو، د رومن کاتولیک او صرب ارتودکس او د یهودو د ټولنې استازو برخه لرله.

د دغو مراسمو هدف دا و، چې په بوسنیا کې د ګڼو مذهبونو او نژادونو د یو ځای اوسېدو او جوړښت ته بیا لاره هواره شي. ترکيې او نورو نړیوالو بسپنه ورکونو د جومات په بیارغونې کې مرستې وکړې.

د جنګونو پر مهال صربیانو مسلمانان " ترکان " بلل او د هغوی پر ضد یې فعالیتونه د عثماني خلافت د پېړیو پېړیو د اشغال، غچ بلل. د جومات د پرانیستلو په مراسمو کې ښاغلي اوغلو وویل " موږ یو مهال دلته وو، اوس بیا یو، او په راتلونکې کې به هم دلته یو".

د بوسنیا د اسلامي ټولنې مشر حسین کاوزویک وویل چې " زموږ ترمنځ توپیر کومه تاریخي تېروتنه نه ده. دا د خدای خوښه وه او د دغو توپیرونو پر ضد هر اقدام د خدای د خوښې پر ضد اقدام دی".

د مسلمانانو د جومات د پرانستنې په غونډه کې د یهودانو د ټولنې مشر، یعقوب فنسي، د کاتولیک مسیحیانو پاپ، فرانجو کماریکا او د صرب ارتودکس مسیحیانو پادري هم خبرې وکړي او د جومات پرانیستل یې وستایل.

XS
SM
MD
LG