د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آی د باسټن د چاودنې په تړاو د بل کس نه پلټنې کوي


د امریکې د فیډرالي حکومت مفتشان اوس غواړي چې دا وڅیړي چې ایا په باسټن کې د تیرې میاشتې د ځغاستې د لوبې په دوران کې د چیچیني حمله کوونکو سره خو یو بل چېچنی مهاجر موسی خدجي مرادوف په ارتباط کې نه وو.

موسی مرادوف امریکا ته د مهاجرت نه مخکي د روسانو پرخلاف د چیچینیا دمبارزینو سره یو ځای مبارزه کړې وه او یو وخت د چیچینیا د مبارزینو د یوه مهم مشر باډیگارډ او محافظ هم پاته شوی دی.

موسی مرادوف په ٢٠٠۴ میلادی کال کې په امریکا کې پناه واخیستله او فعلا د نیو همشهر ایالت په مرکز مانچستر کې اوسېږي. مرادوف نن د سکایپ له لارې امرېکا غږ ته وویل چې د باسټن بم چوونکي ظرنایف یې یواځي یو ځلې په باسټن کې په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د چیچنیانو په کلنۍ غونډه کې لیدلی وو او نور څه ارتباطات یې نه ورسره درلودی.

دمانجسټر پولیس امریکا غږ ته وویل چې د ایف بي آی مامورانو د چارشنبې په ورځ د مرادوف کور تلاشي کړ او دهغه شخصي کمپېوټر یې هم په ډیر غور او زیر سره ولټوی .
XS
SM
MD
LG